خوست کې لاریونوال وايي د ولسي جرګې د لومړي مرستیال همایون همایون د کسانو او قومي مشرانو تر منځ له لفظي شخړې وروسته ډزې پرې شوې دي.
دوی وايي چې د یاد وکیل پلویانو پرې ډزې کړې، یو تن يې ترې وژلی او د ماشوم په ګډون يې درې نور ټپیان کړي دي.
دې کسانو چې له ځان سره يې ټپي ماشوم هم ګرځاوه، په لاریون کې د همایون همایون پر ضد شعارونه ورکول او له دولته يې غوښتي چې څارنوالۍ ته يې معرفي کړي.
دغه کسان وايي شخړه د ځمکې پر سر راپورته شوې، د فضل الحق په نوم یو تن وايي: «موږ پر کار بوختو مزدورانو ته ورغلو، چې تاسې اوس کار مه کوئ، چې پرېکړه وشوه بیا کار وکړئ، خو د ده شخصي ساتونکي راباندې ډزې وکړې، یو تن يې را وواژه او څلور نور يې را ټپیان کړل.»
د ګل محمد په نوم کس وايي، چې دوی له ځايي چارواکو نه ورته د کار د بندولو امر را اخیستی دی، خو کارګر لا هم په لانجمنه ځمکه کې پر کار بوخت وي.
هغه وویل: «له والي نه مو امر ورته را خیستی دی، خو نه يې مني، چې کار نه بندوي بیا به هم جنجال جوړېږي.»
د حکیم په نوم بل تن ځايي امنیتي چارواکي هم د همایون همایون ملاتړي بولي: «امنیه قومندان او د تروریزم مرستیال د همایون همایون دفاع کوي، موږ غواړو چې هغه څارنوالۍ ته معرفي شي.»
د ولسي جرګې لومړی مرستیال هم د مرګژوبلې پخلی کوی، خو وايي چې ډزې له دواړو لورو شوې دي.
همایون همایون طلوعنیوز ته وویل: «دا خلک چې دعوه لري، درې ځل يې لښکر کشې کړې، پر یو کور چې زه يې اسناد لرم، خو دوی راغلل، د عسکرو غرفي يې وسوځولې او له دواړو خواو ډزې شوې دي.»
هغه له عدلي ارګانونو وغوښتل، چې د مسئلې د حل لپاره باید مداخله وکړي او ملامت اړخ د قانون منګولو ته وسپارل شي.
همایون مني چې په دې دوه اړخیزو ډلو کې مرګژوبله اوښتې خو زیاتوي چې په دې اړه دقیق معلومات نه لري.