د خوست پولیس نن(یکشنبې د غويي۱۶مه) وروسته له غرمې وایي، د خوست ښار په یوه جومات کې چې هلته د رای ورکوونکو د نوم لیکنې مرکز هم و د ځای پر ځای شوي ماین له کبله چاودنه رامنځته شوې ده.
د خوست امنیه قومندان، عبدالمنان وایي، په دې پیښه کې ۱۷ کسانو ژوند له لاسه ورکړی او ۳۴ نور ټپیان دي.
په وژل شویو کسانو کې یوه ښځه هم شامله ده.
په همدې حال کې د خوست ولایت د عامې روغتیا رئيس، حبیب شاه مخکې له دې ویلي وو چې په دې پېښه کې ۱۰ کسانو ژوند له لاسه ورکړی او ۳۵ نور ټپیان دي چې روغتون ته لېږدول شوي دي.
د برید مسوؤلیت کومې ډلې پر غاړه نه دی اخیستی.
تېره یوه اوونۍ کې پنځه بریدونه د رایو ورکوونکو د نوم لیکنې پر مرکزونو ترسره شول.
تېره اوونۍ شنبې یو شمېر وسلهوال په غور ولایت کې د رایو ورکوونکو د نوم لیکنې پر مرکز برید وکړ چې دوه پولیس او درې کارکوونکي یې له دې مرکز څخه بوتلل.
د پنجشنبې په ورځ د جلال آباد ښار د رایه ورکوونکو د نوم لیکنې په یوه مرکز کې د وسله والو برید کوونکو له خوا دوه تنه پولیس او یو ساتونکی ووژل شول.
د جمعې پر ورځ هم د بادغیس ولایت په نوي کلا کې هم پر مرکز وسلهوالو برید وکړ او یوه پولیس ژوند له لاسه ورکړ.
د کابل لویدیځ شپږمې حوزې په سیمه کې (یکشنبې د غويي۲مه) د رایو ورکولو لپاره د نوم لیکنې پر مرکز له بریده څو ساعته وروسته د پېښې قربانیانو شمېر زیات شو چې ۵۷ کسانو ژوند له لاسه ورکړی دی او کابو ۱۰۰نور ټپيان دي.
او د کابل برید سره هممهال د بغلان ولایت په پلخمري ښار کې چاودنې د ۶ کسانو ژوند واخیست او ۵ نور ټپيان شول.