د سولې او د سیمهییز پیوستون یو ورځنی فېسټیوال په کابل کې د افغانستان، تاجکستان او پاکستان د ځوانو سفیرانو په ګډون ترسره شو.
په دغه فېسټیوال کې د یادو درېیو هېوادونو ځوانو سفیرانو د سولې د ټینګښت، د تلپاتې اړیکو د پراختیا په اړه خپل نظرونه له یو بل سره شریک کړل.
د تاجکستان د سولې سفیران وایي، په افغانستان کې د سولې ټینګښت د دغه هېواد د اوسېدونکو له مدیریت سره تړاو لري.
دوی زیاتوي، افغانان به د سختو هڅو او سرښندونو له کبله سولې ته ورسېږي.
د درېیو هېوادونو د سندرغاړو لخوا د موسیقۍ اجرا کول د سولې او همپالنې د دغه فېسټيوال یوه برخه ده چې د افغانستان،تاجکستان او پاکستان د سولې ځوانو سفیرانو پهکې ګډون کړی دی.
په دغه فېسټیوال کې له تاجکستانه لسو ځوانانو، له پاکستانه اوو او له ټول هېواده شلو د سولې ځوانو سفیرانو ګډون کړی دی.
له پاکستان څخه د سولې ځوانه سفیره شفیقه ګل په دې اړه وايي:«په افغانستان او پاکستان کې د ځوانانو شمېر زښت زیات دی کهچېرې په یوه مېز سره کېښنې کولای شي چې د دوه هېوادونو ترمنځ ستونزې حل کړي.»
له افغانستانه پېغله سفیره شایسته لنگري هم وویل:«ځوانان د هنري او کلتوري فعالیتونو له لارې کولای شي د دواړو هېوادونو اړیکې به مثبتې پرېوځې.»
له بلخوا د تاجکستان ځوانان په دې باور دي چې په افغانستان کې د سولې ټینګښت د افغانانو په پياوړې ارادې پورې اړه لري او د تاجکستان خلک په افغانستان کې د سولې د ټینګښت لپاره ډېرې هڅې اړینې بولي.
خبریال عدالت میرزا په دې اړه زیاته کړه:«موږ راغلي یوو ترڅو زموږ ګاونډي زموږ له سولې خړوب شي.»
د افغانستان د مدیوټیک پروګرامونو همغږۍ کوونکی عبدالله رسولي په دې اړه څرګنده کړه:«د باور او خوالې د رامنځته کولو لپاره د درې هېوادونو د ځوانانو د افکارو او ظرفیت له نېږدې کېدو سره بالاخره په افغانستان او سیمه کې سوله راتلای شي.»
د دغه فېستیوال بله برخه د تاجکستان او پاکستان د ځوانانو لپاره د افغانستان د لاسي صنایعو د کلتوري ښکارندو نندارتون دی.
د هېواد ځوانو موډلانو هم د افغانستان د جامو په ښودلو سره د هېواد ملي وحت نندارې ته وړاندې کړ.
د درېیو واړو هېوادونو ځوانانو د یو بل ترڅنګ په درېدو سره د سیمهيیزې سولې او همپالنې لپاره لاسونه سره ورکړل.