Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

دفاع وزارت:د طالبان د پسرلنیو پوځي عملیاتو اعلان تبلیغاتي جګړه ده

طالبانو ته د حکومت د سولې له وړاندیز دوه میاشتې وروسته، دغه ډله اوس دغه وړاندیز ردوي او وايي چې جګړې ته به دوام ورکړي.

دغې ډلې د چهارشنبې په ورځ د یوې خبرپاڼې له خپرولو سره ویلي چې هغوی د «الخندق» په نامه خپل پسرلني پوځي عملیات پیل کړي دي.

خو ملي دفاع وزارت، د دغو پوځي عملیاتو اعلان تبلیغاتي جګړه بولي او وايي چې د هېواد امنیتي او دفاعي ځواکونه، د طالبانو د دغو پوځي عملیاتو د ناکامولو لپاره په بشپړه توګه چمتو دي.

د ملي دفاع وزارت مرستیال ویاند محمد رادمنش  وویل:« د خندق عملیات یوازې له کلمو سره لوبې دي او همدارنګه د دې لپاره تبلیغات دي چې وکړای شي خپل غړي بیا هم ګور ته واستوي.»

اخوا د امریکا د بهرنیو چارو وزارت سرپرست وايي، چې یو بل جنګي فصل ته اړتیا نشته خو وسله‎والو طالبانو د افغان حکومت او د خلکو په نښه کولو لپاره یو بل کمپاین پيل کړی دی.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت سرپرست جان سولیوان:«د طالبانو د عملیات د اعلان په ځواب کې، امریکا د افغانستان د خلکو ترڅنګ درېږي. موږ د افغانستان له زړورو ځواکونو څخه غواړو چې د طالبانو او نورو ترهګرو ډلو او همدارنګه  د هغو ډلو په وړاندې چې هڅه کوي افغان ټولنه له منځه یوسي  جنګېږي ملاتړ یې کوو.»

له دې ټولو سره لوپوړي چارواکي هم ټینګار کوي چې امنیتي چارواکي په بشپړه توګه د راتلونکي جنګي فصل لپاره چمتو دي.

د ځانګړو ځواکونو د قول اردو قومندان بسم الله وزیري وویل:«د افغانستان د امنیتي او دفاع ځواکونو په روحیې زیاته اغېزه نه‎لري او مو مخکې له مخکې ټول چمتووالی نیولی دی.»

خو د طالبانو لخوا د خندق عملیاتو پيل په څه مانا دی؟ د افغان حکومت د سولې وړاندیز رد دی که د تبلیغاتي جګړې اعلان؟

پخوانی پوځي صالح محمد ریګستاني په دې اړه څرګنده کړه:«امریکایان باور لري چې طالبان له هیلې او غوښتنې او نصیحت کولو سره د خبرو اترو مېز ته نه حاضرېږي، بلکې پر هغوی باید فشار راوړل شي، هغوی باید له پوځي بریا څخه نهیلي کړو هغوی ته باید مرګ ژوبله واړول شي ترڅو د خبرو اترو مېز ته حاضر شي او زه فکر کوم سمه ارزونه یې کړې ده له همدې امله سږکال د جګړې او لج بازۍ کال دی نه د مذاکرې او خبرو اترو کال.»

بلخوا د ملي امنیت د شورا سلاکار محمد حنیف اتمر د روسیې په سوچي ښار کې د پاکستان د ملي امنیت سلاکار سره دلیدنې پرمهال د کابل ـــ او اسلام اباد ترمنځ د اوو اصلونو پر عملي کېدو ټينګار وکړ.

ښاغلي اتمر په دې لیدنه کې ویلي، د حکومتونو ترمنځ بارو به هغه مهال رامنځته شي چې د خبرې عملي بڼه ولري.

په دې لیدنه کې د پاکستان د ملي امنیت سلاکار ډاډ ورکوي چې د دغو اصلونو د عملي کولو لپاره کابل ته د پاکستان لومړي وزیر د سفر پرمهال خبرې وشوې او عملي ګامونه به هم واخیستل شي.

وسله والو طالبانو د ولسمشر محمد اشرف غني لخوا د سولې وړاندیز ته له شپته ورځې وروسته د رد ځواب ورکړ او د خندق ترنامه لاندې د پسرلنیو عملیاتو د پيل اعلان یې وکړ.

شریک یي کړئ