Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

دکابل او تهران ترمنځ د اړیکو پراختیا د غني او روحاني د بحث چورلیز

افغان ولسمشر اشرف غني او د ایران ولسمشر حسن روحاني له نن (شنبې د زمري په ۱۴ مه) غرمې وروسته په تهران کې له یو بل سره لیده کاته او خبرې اترې کړي دي.

د ولسمشرۍ ماڼۍ د مطبوعاتو دفتر وايي چې د ایران او افغانستان ترمنځ د اړیکو پراختیا، امنیت او انکشاف او پراختیا د ښاغلي غني او روحاني د بحث چورلیز وه.

ولسمشر غني نن ګهیځ د ایران د ولسمشر په توګه د ښاغلي روحاني د لوړې په مراسمو کې د ګډون لپاره تهران ته ولاړ.

د ولسمشر د ویاند مرستیال دواخان مینه‎پال په اړه وویل:«ایران ته د ولسمشر سفر یو ورځنی دی او د هغه موخه د ایران د ولسمشر د لوړې په مراسمو کې ګډون او پر دوه اړخیزو مسایلو په اړه خبرې اترې دي.»

د دې ټولو سربېره د ملي شورا دویم مرستیال وايي، چې د افغانستان او ایران اختلاف نظر د ملي یووالي حکومت د رامنځته کېدو څخه وروسته زیات شوی او په بهرني سیاست کې، ملي یووالي حکومت ناکام دی.

د ولسي جرګې لومړی مرستیال همایون همایون په دې اړه څرګنده کړه:«ولسمشر د خپل هر شخصي فکر د افغانستان سیاسي پالیسي بولي او همدا دی چې د ډېرې شخړې لامل شو او ګاونډیان په یو ډول نه یو ډول د افغانستان له دښمنانو سره مرسته کوي.»

د مشرانو جرګې مرستیال اصف صدیقي هم وویل:«هیله دا ده چې ولسمشر صاحب په څرګنده، په وضاحت ټولې هغه ستونزې او مزاحمتونه چې د ګاونډیو هېوادونو له خوا زموږ په حق کې کېږي له هغوی سره شریک کړي.»

خو یو شمېر سیاسي شنوونکي خبرې اترې د دغه اختلاف نظر یوازینۍ د حل لاربولي.

د سیاسي چارو شنوونکي سیدناصر موسوي په دې اړه په ډاګه کړه:«د دغه سفر مثبت اړخونه دا کېدای شي وي چې په دې اړه د ایران او افغانستان ترمنځ مذاکره وشي او هغه ننګونې چې شتون لري، وکړای شي په دغه سفر کې لیرې کړي.»

کابل او تهران په خپلو منځو کې تل په ښو اړیکو ټينګار کړی، خو دملي شورا غړي وايي، افغانستان کې د داعش پراختیا، ترڅنګ  دغه هېواد کې د بهرنیانو د شتون څرنګوالی او د افغانستان له اوبو څخه د ایران ګټه اخیستنه د کابل او تهران اړیکې یې ترینګلې کړې دي.

ولسمشرۍ ماڼۍوايي چې ولسمشر غني د ایران او افغانستان ترمنځ د اړیکو د پراخیتا په موخه تهران ته تللی او ټاکل شوې ده چې د ښاغلي روحاني د لوړې مراسمو په څنډه کې، د ایران له یو شمېر نورو چارواکو سره هم لیده کاته او خبرې اترې وکړي.

شریک یي کړئ