Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

'دکرام الدین کریم د نیولو لپاره کورنیو چارو وزارت حکم صادر کړی و'

د بنچشیر په بازارک کې د کرام الدین کریم د نیولو لپاره د عملیاتو له ترسره کېدو چې بې پایلې پای ته ورسېدل دوه ورځې وروسته؛ د کورنیو چارو وزارت وایي چې د دغو عملیاتو طرحه د دغه وزارت له لوري چمتو شوې وه. 

د کورنیو چارو وزارت له جرمونو سره د مبارزې رییس جمشید طوطاخېل چې د کرام الدین کریم د نیولو د عملیاتو پلي کولو لپاره پنجشېر ولایت ته تللی و وايي، چې د دغو عملیاتو امر د کورنیو چارو وزارت له خوا صادر شوی و.

د کورنیو چارو وزارت له جنايي جرمونو سره د مبارزې رییس جمشید طوطاخیل په دې هکله زیاته کړه:«د کورنیو چارو وزارت د کشف او له جرمونو سره د مبارزې عمومي ریاست په خپله د ښاغلي کریم د نیولو پلان ترتیب او د اوپراتیفي او کشفي پوښښ لاندې د ښاغلي کریم د نیولو لپاره پنجشېر ولایت ننوتلي وو.»  

پر پنجشېر ولایت د امنیتي ځواکونو د عملیاتو د څرنګوالي د روښانیتا لپاره د ولسمشر د لومړي مرستیال امرالله صالح له لارښونې وروسته، د کورنیو چارو وزارت وايي چې د پنجشېر ولایت د امنیه قومندانۍ سرپرست یې کابل ته رابللی چې د دغو عملیاتو د څرنګوالي په هکله جزییات ورکړي.

د پنجشېر ولایت د امنیه قومندانۍ سرپرست عبدالواسع فراجي هم وویل:«زه مطلق او په جدیت ردوم چې ګواکې لومړي مرستیال دې لارښونه کړي وي.»

د پنجشېر ولایت جنايي مدیر په دې اړه وايي:«هو د نوموړي (کرام الدین کریم) په هکله د نیولو لپاره څو ځلې له مرکزه، جنايي جرمونو سره د مبارزې عمومي مدیریت جلبونه رارسېدلي دي چې تر تعقیب لاندې دي.»

د سیمه ییزو ارګانونو ادره هم وايي چې د دغه ولایت سرپرست محمد امین صدیقي هم د کرام الدین کریم د نیولو د بې پایله عملیاتو د روښانیتا په هکله نن کابل ته راوبلل شو.
 
د سیمه یزو ارګانونو ادارې ویاند سید شاه سقیم څرګنده کړه:«د سیمه ییزو ارګانونو ادرې، د پنجشېر ولایت مرستیال کابل ته رابللی دی.» 

.د پنجشیر د والي ویاند وایي چې د پنجشیر هېڅ یو دولتي او امنیتي چارواکی د بازارک ولسوالۍ په سنګانه کلي کې د کرام الدین کریم د نیولو لپاره د امنیتي ځواکونو له عملیاتو خبر کړای شوي نه وو 

د پنجشېر د والي ویاند محمد منصور عنابي وايي:«د کرام الدین کریم د نیولو لپاره موږ ته هېڅ رسمي یا کتبي لارښونه نه ده رارسېدلې او اوس هم د پنجشېر ولایت مرستیال د نظر ادلون بدلون لپاره  سیمه ییزو ارګانونو ادارې ته تللی دی.

ځينې حقوق پوهان پر دغو عملیاتو د پنجشیر د چارواکو پر نه خبرولو نیوکه کوي.
 
حقوق پوه وحید فرزه یي زیاته کړه:«د هر حکم د تطبیق لپاره څارنوالۍ، اړوند ارګانونه له هغې ډلې پولیس مکلف دي چې سیمې ته د اړوندو بنسټونو چې عبارت دي له دویمو واحدونو څخه، په جریان کې پرېږدي.»

د پنجشېر د ولایتي شورا غړي عزم الدین میرزایي هم وویل:«د دغو عملیاتو د حکم ورکوونکي په هکله د ولسمشرۍ لومړي مرستیال صاحب کورنیو چارو وزارت ته رسماً لارښونه کړې چې ژر تر ژره د پنجشېر ولایت سرپرست او د دغه ولایت د امنیه قومندانۍ سرپرست مرکز ته راشي چې ژر تر ژره خلک په جریان کې پاتې شي.»

په پنجشیر کې د کرام الدین کریم د نیولو لپاره د عملیاتو له ترسره کېدو وروسته چې بې پایلې پای ته ورسېدل ؛د ولسمشر لومړي مرستیال امرالله صالح د خپل فېسبوک پرپاڼې ولیکل چې د دې خبرې د روښانه کېدو لپاره چې د کرام الدین کریم د نیولو لپاره چې یو تښتېدلی کس دی؛ د ځانګړو ځواکونو په لېږلو کې کومو کسانو لاس لرلی دی، باید د پنجشیر ولایت سرپرست او د دغه ولایت د امنیه قوماندانۍ سرپرست کابل ته راوبلل شي. نوموړي د دغو عملیاتو په ترسره کولو کې خپله مداخله رد کړې ده. 

شریک یي کړئ