د المان د بهرنیو چارو وزیر، هایکو ماس یکشنبې (د کب په ۱۹مه نېټه) د بلخ ولایت مزارشریف ښار ته د خپل سفر په ترڅ کې د افغانستان کړکېچ هوارۍ او اقتصادي پراختیا په برخه کې د خپل هېواد پر هڅو ټینګار وکړ.
ماس د خپل دې سفر په اړه وویل:«افغانستان او پاکستان ته د خپل سفر په ترڅ کې غواړو چې روښانه پیغام واستوو، آلمان د هغه مسوولیت پر اساس چې منلی یې یې دی، او د هغه هېواد په توګه چې د افغانستان دوهم مالي ملاتړی دی او ډېر سرتېرې په دې هېواد کې لري، دې هېواد ته ژمن دی.»
په همدې حال کې اوس مهال برلین کې افغانستان کې د آلمان ماموریت په تړاو خبرې دوام لري، او د دې هېواد پارلمان افغانستان کې د خپلو پوځیانو د ماموریت پر غځولو غور کوي.
هغه په داسې حال کې په افغانستان کې د آلمان پر ژمنو ټینګار کوي چې نور هېوادونه له افغانستانه د ځواکونو د ویستو پر تګلارې ټنیګار کوي.
د آلمان د بهرنیو چارو وزیر وویل چې د سولې خبرو په موخه روان بهیر د یوه نوي پړاو په توګه ګڼي او هیله لري چې افغانستان کې به سوله راشي.
هغه همداراز ویلي دي چې افغانستان کې ټاکنې د پرمختګ یوه نښه ده.
هغه وړاندې وویل:«د افغانستان د ولسمشرۍ ټاکنې د جولای میاشتې لپاره پلان شوي دي او له طالبانو سره د سولې یوه بهیر ته د رسیدو په موخه هم هڅې روانې دي.»
نوموړي هم د افغانستان سولې په تړاو د امریکا متحده ایالاتو له هڅو درناوی کوي.
ټاکل شوې د پاکستان لومړی وزیر همدې اوونۍ کې له آلمان نه لیدنه وکړي.