Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د اس ریاست؛ د طالبانو او آی اس آی د پردې ترشا اړیکو کیسه

د اس ریاست هغه کتاب دی چي امریکايي لیکوال، سټيف کول د افغانستان‎ـ‎پاکستان او افغانستان کې د امریکا جګړې په اړه لیکلی دی.

په دې کتاب کې د احمدشاه مسعود له تروره وروسته تر ۲۰۱۶ زیږدیز کاله پورې پيښې څېړل شوې دي او دا چې امریکایان څنګه افغانستان ته راغلل.

په کتاب کې سټيف همداراز له طالبانو نه د پاکستان د پوځ او استخباراتو د پراخ ملاتړ په اړه لیکي، دا چې آی اس آی او طالبانو تر منځ اړیکې څومره ژورې وې ترهغې چې سي آی اې ګمان کاوه چې پاکستاني جنرالان پخپله د افراطي اسلام په لومو کې بند شوي وو.

په دې کتاب کې ​پر افغانستان د امریکا د پوځي یرغل په اړه لیکل شوي چې څنګه سي آې اې د پیسو په مرسته د طالبانو د ضد ټلوالې مشران د ځان متحدسره کړل.

د طالبانو مشرانو د امریکا له ځواک څخه شوکه شوي وو او ملاعمر و حامد کرزي ته لیک استولی و او د تسلیم کیدلو خبره یې کړې وه، د‌نورو طالب مشرانو سره یې هم خبرې کړې وې،‌خو د ستیف کول په لیکنه چې هغه مهال واشنګټن یوازې جنګي تګ‎لاره درلوده.

په دې کتاب کې د امریکا تېروتنو ته اشاره شوې ده چې مهمه یې د پاکستان دوه ګونی سیاست او د جنرالانو خیانت په اړه وايي چې یا امریکا پرې نه پوهېده او یا یې ځان ناګاره اچولی وه. له بلې خوا له سیاسي پلوه بیا د کرزي او واشنګټن تر منځ اړیکې په نه جوړیدونکي ډول ورانیږي، لامل یې په پوځي عملیاتو کې د ملکي افغانانو مرګ ژوبله او د ۲۰۰۹ کال د ولسمشرۍ په ټاکنو کې د امریکا د استازي، ریچارد هولبروک، لاسوهنه ده.‌هولبروک هڅه کړې وه چې کرزی په ټاکنو کې ناکامه کړي، خو داسې چې ونشي بیا جان کېري کرزي ته وړاندیز کوي‌چې له ډاکټر عبدالله عبدالله سره واک وویشي او د حکومت د اجرائیه مشر په توګه یې وګماري. کرزی یې مخالفت کوي.

د ستیف کول اس ریاست کتاب کې له ۵۵۰ کسانو سره د مرکو پر بنسټ په لسو کلونو کې لیکل شوی دی او تېره اوونۍ بازار ته راغی.

دا د ستیف کول له- د ارواو جګړه‎ـ وروسته دوهم کتاب دی چې د افغانستان په اړه یې لیکي.
 
په دې کتاب کې ​پر افغانستان د امریکا د پوځي یرغل په اړه لیکل شوي چې څنګه سي آې اې د پیسو په مرسته د طالبانو د ضد ټلوالې مشران د ځان متحدسره کړل

شریک یي کړئ