Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

د افغانستان، امريکا او هند ترمنځ درې اړخيزه غونډه جوړه شوه

د افغانستان ، امريکا او هند ترمنځ د لومړي ځل لپاره په نيويارک کې درې اړخيزه غونډه جوړه شوه.

ددې دريو هيوادونو استازو په نيويارک کې د ملګرو ملتونو په سازمان کې په خپل دايمي دفتر کې ليده کاته او خبري اتري وکړي او د افغانستان د مسلې په اړه يې خبري وکړې.

دغه خبري چې د يادو هيوادونو د بهرنيو چارو وزارتونو د مرستيالانو ترمنځ وشوې د افغان پلاوي مشري د بهرنيو چارو وزارت مرستيال جاويد لودين کوله.

په دې غونډه کې د سهيلي او مرکزي اسيا لپاره د امريکا متحدو ايالتونو د بهرنيو چارو وزارت مرستيال رابرټ بلک او د افغانستان او پاکستان لپاره د امريکا متحدو ايالتونو ځانګړي استازي مارک ګراسمن هم ګډون کړی وو.

په دې غونډه کې د يوه سوکاله ، امن او ډيموکراتيک افغانستان د بدليلدو په اړه د کابل ، واشنګټن او نوي ډهلې ترمنځ د همکاريو په پراختيا ټينګار وشو .

د غونډې ګډونوالو وويل سيمه ايزي همکاري او ګډې مشورې کولای شي د افغانستان د ستونزو په اواري کې مرسته کړي.

ددغو دريو هيوادونو استازو ژمنه وکړه چې په راتلونکې کې به هم ورته ليدنې ترسره کوي.

دا په داسي حال کې ده چې ټاکل شويده راتلونکې اوونۍ د افغانستان ، امريکا او پاکستان د بهرنيو چارو وزارتونو د مرستيالانو په کچه يوه غونډه کې نيويارک کې جوړه شي.

ددې د

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه