Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

د افغان ترک پر ښوونځيو د چاپې اتمه ورځ؛ ښوونکي لاهم بې برخلیکه دي

په بلخ کې د افغان ترک ښوونځیو په شپه غالو د پولیسو له چاپې اته ورځې تېرېږي، خو لاهم د دغو ښوونځیو د شپږو ښوونکو د برخلیک کوم څرک نه لګېږي.
د افغان ترک د هلکانو د ښوونځي مدیر مصطفي الیار، سرحد ګونش، جنګېز کاراګز، جمال کوسه، صالح بایر او اسماعیل کزماز د دغو ښوونځيو ښوونکي هغه کسان دي چې تراوسه یې د برخلیک کوم څرک نه لګېږي.
د دغو ښوونکو خپلواک او کورنۍ له ولسمشر غني څخه غواړي چې هغوی ازاد کړي.
د بلخ پولیسو د سلواغې په ۴ مه نېټه د پنجشنبې شپې ناوخته مهال د مزارشریف ښار د افغان ترک د هلکانو او نجونو پر ښوونځيو چاپه واچوله او کلابند یې کړل، د دغو ښوونځیو کابو سل ښوونکي،کارکوونکي او زده کوونکي ونیول.
معلاالیار په بلخ کې د افغان ـ ترک ښوونځي د مدیر مصطفی الیار لور ده.
معلا او څلور خویندې او وروڼه یې افغانستان کې نړۍ ته راغلي. معلا او اسما څو شېبې وړاندې په بلخ کې د خپل پلار له نیول کېدو خبرې شوې.
هغه وايي، څوارلس کاله کېږي چې افغانستان کې دي او د پلار موخه یې یوازې زده‌کړه ورکول و.
د مصطفی الیار لور معلا الیار په دې اړه وویل:«زه د افغانستان له ولسمشر نه غواړم چې د افغان ترک ښوونکي ازاد کړي، څو دغه ښوونکي د افغان ترک ښوونځيو زده کوونکو ته زده کړه ورکړي او بېرته موږ ته راشي او خپلو بچیو ته راشي چې موږ ماشومان یې هغوی پسې ډېر خفه شوي یوو.»
د افغان ـ ترک ښوونځیو مرستیال احمد فواد وايي چې هغوی تراوسه د دغو ترکي ښوونکي د بندي کېدو پر علت نه پوهېږي
هغه زیاتوي:«زموږ شپږ تنه ترکي ښوونکي چې د مزارشریف ښار د افغان ترک د هلکانو په ښوونکي کې دنده ترسره کوله، له اتو ورځو راهیسې د پولیسو په بند کې دي او موږ د هغوی له برخلیک څخه خبر نه لرو.»
د افغان ترک ښوونځي له ۱۲ کلونو راهیسې په افغانستان کې فعالیت لري. خو د ترکیې حکومت، په ۲۰۱۶ کال کې له ناکامې کودتا وروسته، له افغان حکومته غوښتي وو چې د دغو ښوونځيو مدیریت د ترکیې معارف ته وسپاري؛ ځکه د ترکیې حکومت ادعا کوي چې دغه ښوونځي د فتح الله ګولن له خوا، هغه کس چې پر هغه د ترکیې حکومت لخوا د ناکامې کودتا د پلانولو تور دی اداره کېږي.
بالاخره د ۱۹۳۶ کال د کب میاشتې په اومه د دغو ښوونځيو مسوولیت د ترکیې د پوهنې بنسټ ته وسپارل شو. د یادونې ده چې له دغه کار مخکې، کابل کې، د دغو ښوونځيو ځينې ښوونکي هم د امنیتي ځواکونو له خوا نیول شوي وو. له هغې ډلې د دغو ښوونځيو دوه ښوونکي یلماز ایتین او سامي یاوز کابل کې د ۱۳ میاشتو لپاره کوربند کې وو.
دوه ورځې مخکې د افغان ترک ښوونځيو چارواکو خبر ورکړ چې دغه دوه ښوونکي په سویډن کې پناه غوښتې ده.

شریک یي کړئ