د ملي دفاع وزارت د خپرې شوې خبرپاڼې په ترڅ کې (دوشنبې د سلواغې۲۳مه) ویلي دي چې افغان ځواکونو د هېواد په بېلابېلو سیمو کې د ترهګرو ځپلو په موخه یرغلییز بریدونه پیل کړي دي.
خبرپاڼه زیاتوي چې د عملیاتو په ترڅ کې پنځه تنه ترهګر وژل شوي دي او دوه تنه نور ټپیان دي.
په دې عملیاتو کې د یوه تن له نیول کېدو هم خبر ورکړل شوی دی.
ویل کېږي چې د افغان ځواکونو دا پوځي عملیات په ننګرهار، پکتیا، کندهار، ارزګان، زابل، فاریاب، تخار، نیمروز او هلمند ولایت کې ترسره شوي دي.
ملي دفاع وزارت وايي چې افغان ځواکونو د پکتیا ولایت اجمدخېلو ولسوالۍ کې د حقاني ډلې د وسلو دوه زېرمې کشف کړې دي.
خبرپاڼې د افغان ځواکونو د مرګژوبلې په اړه څه نه دي ویلي.