Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

د امریکا استخبارات:په افغانستان کې به وضعیت لاخراب شي

د امریکا د متحده ایالاتو د استخباراتو رییس ډانیل کوټز، د افغانستان په کلیو کې د طالبانو د پرمختګ له امله اندېښمن دی او وايي چې د افغان امنیتي ځواکونو وړتیاوې به، د کمزوري مشرتابه، د ډېرو مرګ ژوبلې او د تجهیزاتو له امله کمې شي.

هغه د پنجشنبې په ورځ(د غوايي په ۲۲ مه) دلته په واشنګټن کې د امریکا د سنا جرګې د استخباراتو د کمېټې ته رپوټ ورکوي،په څرګنده یې وویل چې په ۲۰۱۸ زیږدیز کال کې به د افغانستان سیاسي او امنیتي وضعیت به خراب شي.

ښاغلي ډانېل په دې اړه وویل:«د افغانستان امنیتي او سیاسي اوضاع به تر ۲۰۱۸ زیږدیز کاله بدتره شي، آن که امریکا او همکاران یې خپلې مرستې ډېرې هم کړي، د دغه هېواد خراب اقتصادي حالت به اوضاع تر پخوا ډېره خرابه کړي.»

 ښاغلی کوټ ټینګار کوي چې د افغانستان د جګړې بندون ماتولو په موخه باید یا طالبان لمنځه یوړل شي او یا هغوی سولې ته راوستل شي.

دغه استخباراتي چارواکي زیاته کړه:« د افغان امنیتي ځواکونو کارندوالی به د طالبانو د عملیاتو، د جګړو په ډګرونو د تلفاتو، تیښتې، د ناسم تدارکاتي ملاتړ او ناوړه مشرۍ له امله ضعیف او خراب شي.»

 اخوا د امریکامتحده ایالاتونو د ملي استخباراتو د ادارې رییس خبرداری ورکوي که چېرې په افغانستان کې د امریکا تګلاره بدلون ونه‎کړي د افغانستان امنیتي اوضاع به تر دې هم خرابه شي.

د امریکا د دفاعي ادارې د استخباراتو رییس ونسنټ اسټوارټ هم په دې اړه وویل:« یا باید امریکايي ا و ناټو ځواکونه د جګړې په ډګر کې د ځواکونو د تعادل او د جګړې د پایلو د بدلولو په موخه واستوو، یا د روزنې او مشورې ورکولو په موخه د خپلو سرتېرو شمېر ډېر کړو. که دا کار ونه‎کړو اوضاع به له دې ډېره خرابه شي او زموږ د څو کلونو لاسته راوړنې به له لاسه ووځي.»

 اخوا د «برېټ بارټ خبري شبکې» چې اجرايي رییس یې سټېف بنن د ټرمپ ستراتېژست دی په یوه ځانګړي راپور کې ویلي چې ټرمپ  افغانستان ته د ډېرو سرتېرو د استولو سره لېوالتیا نه لري.

 خو په دې راپور کې هم راغلي چې ټرمپ بله لاره هم لري، لکه څنګه چې د امریکا د ملي امنیت سلاکار او د دفاع وزیر په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو د ډېرېدو غوښتونکي دي.

د امریکا د استخباراتو رییس ګواښ کوي چې د امنیتي ځواکونو کمزوری مشرتابه، د هغوی د مرګ ژوبلې لوړه کچه، د کم تدارکاتي ملاتړ، او د طالبانو د بریدونو زیاتوالي په افغانستان کې وضعیت به خراب کړي.

شریک یي کړئ