سبا به په دوحې کې د طالبانو او واشنګټن ترمنځ لومړنۍ غونډه جوړه شي او په ورته وخت کې امریکایي چارواکي وایي، چې د بندیانو تبادله د راتلونکو خبرو د اجندا په اړه مشورې ددغو خبرو چورلیز جوړوي.
د امریکا ولسمشر، باراک اوباما د دغه دفتر پرانیستنه د افغان دولت او طالبانو تر منځ د دوستۍ او سولې د تامین لپاره یو مهم ګام وباله.
ښاغلۍ اوباما خبردارۍ ورکوي چې له سیاسي هڅو سره سم به القاعدې ته د ماتې ورکولو او افغان پوځیانو څخه د ملاتړ پخاطر به پوځي فشارونه دوام ولري.
اوباما خبردارۍ ورکوي چې طالبان باید له القاعدې سره خپلې اړیکې پرې کړي.
د امریکا ولسمشر، بارک اوباما وویل: «موږ تمه نلرو چې دا بهیر به چټک او آسان وي خو موږ باید دغه بهیر له پوځي کړنو سره په موازي ډول تعقیب کړو، له دې سره سم، د پوځي هڅو په کارونې سره د افغان پوځیانو د ملاتړ او القاعدې د ماتونې په اړه پر خپلو کړو ژمنو به ولاړ واوسو.»
په ورته وخت کې بریتانیا هم په قطر کې د طالبانو د دفتر د پرانیسو هرکلی کړی دی.
په دې اړه مو اندونه