Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د بدخشان سیمه‎ييز چارواکو له طالبانو سره د سولې خبرې پیل کړې

د افغان حکومت له لوري د اوربند له اعلان او د طالبانو له لوري د اختر په ورځو کې د درېیو ورځو لپاره د اوربند له منلو وروسته اوس په یو شمیر ولایتونو کې ځايي طالبان لیوالتیا لري ترڅو د سولې د خبرو په بهیر کې ګډون وکړي.

په دې لړ کې د بدخشان ځايي چارواکي وايي چې اوس‎مهال په څو ولسوالیو کې طالبان له حکومت سره د خبرو په حال کې دي.

د بدخشان د بهارک ولسوالۍ امنیه قومندان ودود راسخ په دې اړه طلوع نیوز ته وايي چې دغه خبرې اترې په څو ولسوالیو کې پیل شوي دي.

ښاغلی راسخ زیاتوي ډېری هغه طالبان چې خبرو اترو ته چمتو شوي، هغه کسان دي چې له اوربند وروسته سولې ته لېواله شوي دي.

هغه په دې اړه وویل:«له اوربند وروسته، یو ډېر شمېر طالبان له موږ سره په اړیکه کې دي، هوکړه لري او غواړي اوربند دوام پیدا کړي او د سولې له لارې مصیبتونو ته پای ورکړي.»

اخوا د بدخشان د سولې د ولایتي کمېټې مسوولین وایي چې له یوې میاشتې راهیسې د بدخشان په بېلابېلو برخو کې په دې تړاو د هڅونې پروګرامونه پېل شوي دي.

د بدخشان د ولایتي شورا کمېټې رییس غوث الدین رحماني په دې اړه څرګنده کړه:«ټاکل شوې ده چې موږ سترې ولسي غونډې جوړې کړو او له دې لارې هڅه کوو د هغو کسانو لپاره موکه برابره شي چې سولې ته لېواله دي.»

بل پلو د بدخشان یو شمېر اوسېدونکي له طالبانو غواړي چې له جګړې لاس واخلي او سولې ته چمتو شي.

د سولې د خبرو له بهیر سره د یو شمېر طالبانو د یوځای کېدو په تړاو د بدخشان د ځايي چارواکو خوشبیني په داسې حال کې زیاتېږي چې طالبانو د اختر په ورځو کې د اوربند له پای ته رسېدو وروسته د هېواد په څو ولایتونو کې له امنیتي ځواکونو سره سختې نښتې پېل کړې او دا نښتې اوس هم په بېلابېلو برخو کې روانې دي.

دا په داسې حال کې ده چې ولسمشر غني، نن له غرمې وروسته د طالبانو په وړاندې د حکومت د غځول شوي اوربند پای اعلان کړ او امنیتي ځواکونو ته یې حکم وکړ چې خپل عملیات دې پیل کړي.

شریک یي کړئ