Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

د بشري حقونو کمېسیون: له کوره د ښځو د تېښې پېښې زیاتې شوې دي

د بشري حقونو خپلواک کمېسیون، په خپل نوي رپوټ کې له کوره د ښځو د تېښې د پېښو د زیاتوالي په اړه اندېښنه ښيي.

دغه بنسټ وايي له کوره د ښځو د تېښتې پېښې د تر کال په پرته، درې اعشاریه اوه سلنه زیاتوالی موندلی او د هغه اصلي لامل د کورنیو تاوتریخوالي زیاتوالی دی.

اخوا د بشري حقونو د خپلواک کمېسیون سیمه‎يیز مسوول وايي د تېر کال له مرغومي د روان کال تر لیندۍ میاشتې له کوره د تېښتې ۱۱۲ پېښې په دغه بنسټ کې ثبت شوې دي، له دې ډلې ۳۶ مېرمنې د خاوند او د کورنۍ د نورو غړو د تاوتریخوالي له امله تښتېدلې دي، ۲۱ د لفظي شخړو او رواني ستونزو او یوولس نورې هم د اقتصادي ستونزو له امله د کورونو پرېښودلو ته اړ شوې دي، همداراز دوولس نورې مېرمنې هم د نارینه وو لخوا دوکه شوې او له کوره تښتېدلې دي.

۳۱ نورې دغه قربانیانې بیا په خپلو کورونو کې بشري حقونو ته بې پامي له کوره د تېښتې لامل بولي.

کابل کې د بشري حقونو د سیمه‎ییز دفتر مسوول عبدالحد فرزام په دې اړه وویل:«۵۸ تنه هغه کسان چې له کورونو تښتېدلي په بې برخلیکۍ کې ژوند کوي. ۳۲ تنه د دغه بنسټ له منځګړيتوب سره بېرته کورونو ته تللي. اته تنه نور تراوسه هم د سخت امنیتي ګواښ لاندې دي. درې تنه له خپلو کورونو د تېښتې پر مهال له جنسي تېري سره مخ شوي. ۱۱ تنه یې د زنا په تور تر عدلي څار لاندې دي.»

زهره محصله او د تاوتریخوالي قرباني ده، نوموړې وايي کله یې چې پلار یوه د پاخه عمر کس ته چې پنځه بچیان یې لرل واده کوله له کوره تېښتې ته اړ شوه، اوس د امن په یوه کور کې اوسېږي خو د زده کړو د لګښت د برابرولو لپاره په یوه رستوران کې کار کوي.

د بشري حقونو خپلواک کمېسیون له کوره د تېښتې پایلې ډېر بدې بولي او دا پېښې یې په کابل، پروان، کاپیسا، پروان، پنجشېر، لوګر، غزني او میدان وردګو ولایتونو کې ثبت کړې دي، دا بنسټ وایي ډېرې دا پیښې په نورو ولایتونو کې هم شوي خو دا کابل په سیمه‎ییز دفتر کې ثبت شوې دي. 

له کوره د تېښې ډېری پېښې په کابل، پروان، کاپیسا، پروان، پنجشېر، لوګر، غزني او میدان وردګو ولایتونو کې ثبت کړې دي

شریک یي کړئ