Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

د بغلان‎ـ‎مزار پر لویه لاره دوه ملکي کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړ

د بغلان ولایت سیمه‎ييز چارواکي وايي چې طالبانو د د یوې کورنۍ پر موټر چې له کابل څخه د مزارشریف پر لور روان وه د پلخمري په چشمه‎شير سیمه کې ډزې کړې.

د طالبانو دې برید په پایله کې د دې کورنۍ دوه نارینه وژل شوي او ۵ تنه ښځې او ماشومان ټپیان دي.

ویل شوي دي چې دا کورنۍ مزار شریف ته یوه واده کې د ګډون په موخه روانه وه.

له بلې خوا طالبانو نن سهار(یک‎شنبې د غويي۱۰مه) د بغلان‎ـ‎کابل لاره د تګ راتګ پر مخ تړلې ده.

یوې سرچینې ویلي دي چې طالبانو د یوه باروړونکي موټر سره لاره تړلې او د موټر چلوونکی یې هم له ځانه سره بېولی دی.

دا سرچینه وايي سره له دې چې د مسافرو کوچني موټر له دې لارې تګ راتګ کوي، خو طالبان د لارې له شاه‎خوا پرې ډزې کوي.

پر بغلان د طالبانو بریدونو په پایله کې د بغلان‎ـ‎مزار پر لویه لاره د دې بریدونو په دوام کې ۲ تنه ملکي کسان وژل شوي او ۵ نور ټپیان دي

شریک یي کړئ