Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د بهرنیو چارو وزارت ۸ سفیران د ولسمشر له خوا تقاعد شوي

د هغو سندونو پر بنسټ چې طلوع نیوز ته رسېدلي دي، د بهرنیو چارو وزارت ۸ سفیران او ۱۶ کار کوونکي د ولسمشر له خوا تقاعد شوي دي.

دغه سندونه ښيي چې دا کار د بهرینو چارو وزارت د یوه وړاندیز له مخې چې درې ورځې مخکې د ولسمشر له خوا منظور شوې، ترسره شوی.

د تقاعد شویو سفیرانو په منځ کې په هسپانیا کې د افغانستان سفیر مسعود خلیلي، په المان کې علي احمد جلالي او همدارنګه په روسیه کې د افغانستان سفیر عبدالقیوم کوچی شامل دي.

ولسمشر په یوه فرمان کې د کورنیو چارو وزارت د ۴۹ نورو کارکوونکو چې په ډيپلوماټیکو مقامونو کې کار کاوه، د لیرې کولو حکم کړی دی.

دغو دیپلوماتانو ته د ګمارنې پر مهال دوه اوونۍ وخت ورکړل شوی څو خپل لیسانس سندونه بهرنیو چارو وزارت ته وسپاري خو دوی دې کار ته پاملرنه نه وه کړې.

دغه راز له دې سره سره د بهرنیو چارو وزارت شپاړس نور کارمندان، چې د دې وزارت په بېلابېلو برخو کې دندې درلودې د عمر د زیاتوالي له امله هم تقاعد شوي دي.

د ملي امنیت پخوانی رییس امرالله صالح په دې اړه وویل:«موږ نور نه شو کولای په دې عنوان چې زموږ ځوانان تجربه نه‎لري او سپین‎ ږیري تر مرګه څوکۍ انحصاره کړي، د نړۍ په هېڅ ځای کې دې پایله نه ده لرلې په ځانګړې توګه د تکنو کراسي په بحث کې.»

د نړیوالو اړیکو شنوونکی نعمت الله کوهستاني په دې اړه زیاته کړه:«هغه کسان چې په نړیوالو اړیکو او د بهرنیو چارو وزارت په برخه کې تخصص نه‎لري باید لیرې کړل شي.»

داراز د ولسمشر غني په حکم کې راغلي، بهرنیو چارو وزارت دې د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو له کمېسیون سره په همغږۍ ژر تر ژره په تشو شویو پوستونو کې نور نوي کارکوونکي وګماري.

د بهرنیو چارو وزارت په وړاندیز او د ولسمشر غني په منظورۍ په بهرنیو هېوادونو کې اته کسه افغان سفیران او پېښور کې افغان جنرال کونسل تقاعد شول.

شریک یي کړئ