ملي دفاع وزارت(نن سېشنبې د غبرګولي۱۵مه) د تخار ولایت دشت کلا ولسوالۍ له بشپړه پاکوالي خبر ورکړ.
د یاد وزارت په خبرپاڼه کې راغلي دي چې اوسمهال د دشت کلا او خواجه بهاوالدین ولسوالیو ترمنځ لار د تګ راتګ پر مخ پرانیستل شوې ده.
خبرپاڼه کې همداراز راغلي دي چې په دشت کلا او خواجه بهاوالدین ولسوالیو کې د افغان ځواکونو پوځي عملیاتو کې ۴۰ طالب وسلهوال وژل شوي دي.
وړاندې کاږي چې په وژل شویو وسلهوالو کې د ملا محمد غزل په نامه د تخار ینګي کلا ته د طالبانو نومول شوی ولسوال هم شامل دی چې په ابو یوسف مشهور وه.
دفاع وزارت همداراز ویلي دي چې په دې عملیاتو کې ۳۶ وسلهوال ټپیان دي.
دا په داسې حال کې ده چې طالبانو تېره اوونۍ د دشت کلا ولسوالۍ مرکز د څو طاعتونو لپاره د طالبانو په لاس کې وه.