Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د جنرال دوستم یوه ساتوونکي پر افغان خبریال قویاش ډزې کړي

د یوه افغان خبریال حبیب قویاش خپلوان وايي چې د ولسمشر لومړي مرستیال جنرال عبدالرشید دوستم یوه ساتونکي د ښاغلي دوستم له کور سره پر هغه ډزې کړې دي.
د افغانستان تجربه لرونکی خبریال حبیب قویاش چې په ایینه ټلوېزیون او بي بي سي راډیو کې د کار مخینه لري، له څو کلنو راهیسې یې د جنرال دوستم د رسنیو دفتر د کارکوونکي او همدارنګه د کارپوه په توګه کار کاوه.
ویل کېږي چې هغه جنرال دوستم ته یو له نېږدې کسانو څخه دی.
د حبیب قویاش خپلوان وايي چې څو ورځې مخکې کله چې هغه د جنرال دوستم کور ته ننوته د جنرال دوستم د یوه ساتونکي له خوا پرې ډزې کېږي.
د ښاغلي قویاش د خپلوانو په وینا، هغه خپله یوه سترګه له لاسه ورکړې او اوس د درمنلې لپاره هند ته لېږدول شوی دی.
تراوسه د دغې پېښې اصلي لامل څرګند نه دی او د ښاغلي قویاش د خپلوانو په وینا هغه ساتونکي چې پر دغه خبریال ډزې کړې دي تښتېدلی دی.
دا پېښه په داسې حال کې رامنځته کېږي چې ویل کېږي جنرال عبدالرشید دوستم په ترکیه کې دی.

شریک یي کړئ