د جوزجان امنیتي ځواکونو د یکشنبې په ورځ (د زمري په ۱۳مه) ویلي چې په دغه ولایت کې څه باندې زر تنه طالبان له امنیتي ځواکونو سره جنګېږي.
د جوزجان د امنیتي ځواکونو د همغږۍ مرکز مرستیال محمد ظاهر چې په شبرغان ښار کې د دولتي بنسټونو د کړنو په اړه د رپوټ ورکولو په غونډه کې ګډون کړی و، وویل چې دغه جنګیالي د جوزجان ولایت د نومول شوي والي د مولوي سنت په مشرۍ له امنیتي ځواکونو سره جنګېږي.
هغه زیاته کړه چې دمګړۍ د دغه ولایت قوش تپه او خماب د طالبانو په لاس کې دي.
د جوزجان امنیتي ځواکونو د همغږۍ مرکز مرستیال سمونوال محمد ظاهر څرګنده کړه:«د جوزجان ولایت په کچه د طالبانو ۱۲۳ سترې او وړې ډلې فعالیت لري، چې شمېر یې ۱۵۰۰ تنو ته رسېږي او د مولوي سنتالله په مشرۍ په ترهګریزو بریدونو بوخت دي.»
دا غونډه د جوزجان د ولایتي شورا لهخوا جوړه شوې ده. د دې ولایت د کرنې، اطلاعات او کلتور او امنیه قومانداني چارواکي دلته د خپلو کارونو په اړه وضاحت ورکوي.
د جوزجان د ولایتي شورا ريیس بابر ایشچي وايي:«په جوزجان کې ناامنۍ زیاتې شوې دي او موږ د ولایتي شورا غړي د خلکو له همکارۍ سره هڅه کوو، څو په حکومت فشار راوړو څو په دغه ولایت کې د ترهګرو ډلو د لهمنځه وړلو لپاره عملیات پيل کړي.»
له دې مخکې، د جوزجان ولایت ځینو اوسېدونکو د دغه ولایت په لویو لارو کې د ناامنۍ په اړه هم شکایت کړی وو.