Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

د دارالامان ماڼۍ کار ۵۰ سلنه کار بشپړ؛ بل پړاو یې پسرلي کې پیلېږي

د دارالامان ماڼۍ د بیارغونې انجینران وایي د هغوی کار به د هوا په ښه کېدو سره پيل شي. دوی اوسمهال د خونو پر ډیزاین کار کوي.

اخوا د ښارجوړونې وزارت وايي د دارالامان ماڼۍ د بیارغولو تړون به هغه شرکت ته وسپارل شي چې تر دې وړاندې د لرغونو سیمو د رغولو تجربه ولري.

د دارالامان ماڼۍ د بیارغونې کار د اتیا انجینرانو لخوا چې ۲۵ سلنه یې میرمنې دي دوه کاله مخکې پيل شو، خو اوس یوازې دغه دوې انجینرانې او له ۲۶ نورو نارینه انجینرانو سره د دغې ماڼۍ د بیارغونې کار کوي.

دغه انجینران وايي په اوسني وخت کې د ننه په خونو کې پر طرحو او ډیزاین کار کوي.

دوی وایي د نقشو کابو نوي سلنه کار پاي ته رسېدلی او له همدې امله د دې پروژې د انجینرانو شمېر کم شوی دی.

د دارالامان ماڼۍ د بیارغونې پروژې د مسوولینو په وینا کابو شپاړس نیم مېلیون ډالرو ته اړتیا ده چې دا ماڼۍ بېرته په اصلي بڼه ورغول شي. انجینران وايي له همدې امله په ډېره دقیقه توګه پر نقشو کار کوي.

حکومت د دې ماڼۍ د بیارغونې لپاره څلور کاله وخت په پام کې نیولی چې ددې مودې دوه کاله پاتې دي خو اوس یې د بیارغونې کار درول شوی دی.

د ښارجوړولو وزارت وايي تراوسه د دارالامان ماڼۍ د بیارغونې کار کابو پنځوس سلنه پاي ته رسېدلی دی.

دارالامان ماڼۍ په ۱۳۰۴ او ۱۳۰۶ کلونو کې د امان الله خان د واکمنۍ پرمهال جوړه شوه، د دې ماڼۍ یوه برخه د ډاکترنجیب الله احمدزي د حکومت په وخت کې او وروسته د اویایمې لسیزې په جګړو کې دا ماڼۍ ډېره ورانه شوه.

انجینران وايي د نقشو کابو نوي سلنه کار پاي ته رسېدلی او له همدې امله د دې پروژې د انجینرانو شمېر کم شوی دی.

شریک یي کړئ