Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

د داعش ډلې پر ضد د ګډو عملیاتو د لومړنۍ ویډیو خپرول

پنټاګون یا د امریکا متحده ایالاتو د دفاع وزارت د چهارشنبې په ورځ، په جوزجان ولایت کې د داعشیانو پر ضد د افغان ځانګړو ځواکونو د عملیاتو ویډیوګانې خپرې کړې دي.

د امریکا دد فاع وزارت وايي په دغو عملیاتو کې د داعشیانو د خراسان څانګې یو قومندان په نښه شوی دی.

پنټاګون په دې اړه وویل:«په جوزجان کې د داعش ډلې د خراسان څانګې د جنګیالیو تاکتیکي ماته د ترهګرو په وړاندې د افغان او امریکايي ځواکونو بریاوې دي چې د روان کال په لړ کې د افغانستان په شمال کې داعش ډله په نښه کړې ده.»

د امریکايي چارواکو په وینا دغه عملیات د مارچ په ۲۷ د جوزجان په درزاب ولسوالۍ کې وشول او په‎کې دوه داعشیان ووژل شول دي.

 تر دې دمه د وژل شویو ترهګرو د هویت په اړه څه نه دي ویل شوي.

ویډیوګانې په داسې حال کې خپرېږي چې روسیه امریکا په افغانستان کې د داعشیانو پر ملاتړ تورنوي.

شریک یي کړئ