Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

د روڼتیا څار بنسټ: حکومت د ځینو وزیرانو دوسیو سره سیاسي چلند کوي

د افغانستان د روڼتیا د څاربنسټ په افغانستان کې د پراخه فساد د شتون په اړه د امریکا د سفیر د نیوکو په غبرګون کې وايي چې حکومت له فساد سره د مبارزې په کار کې له ځینو دوسیو په ځانګړې توګه د ځينو وزیرانو له دوسیو سره سیاسي چلند کوي.

د فساد پر وړاندې د مبارزې کلنۍ ناسته چې تېره ورځ (یکشنې د لیندۍ ۲۴مه) د حکومت له لوري په کابل کې جوړه شوې وه، په کابل کې د امریکا سفیر جان بس په افغان حکومت کې د دغې ښکارندې پر وړاندې د مبارزې پر څرنګوالي ناخوښي وښوده.

ښاغلي بس ویلي و:«تر هغې چې افغان ولس، پر زورواکو، واسطه لرونکو او د دغه هېواد ډېری هغه ډلې چې فکر کوي قوانین د هغو لپاره نه دي، د یو ډول قانون د پلي کېدو شاهدان ونه اوسي، تاسو به د فساد پر له منځه وړلو کې بریالي نه شئ.» 

په حکومت کې د فساد پر وړاندې د مبارزې څرنګوالي هم د ولسي جرګې د نننۍ ناستې یوه برخه جوړوله.

د ولسي جرګې غړی غلام فاروق مجروح په دې اړه وايي:«ایا که چېرې د دغو فاسدینو ۱۰۰ تنه چې د هېواد ۵۰ سلنه عواید حیف و میل کوي او ولسمشر دوی د څرخي پله ته واستوي، په هر کس او هرې ژبې او هر قوم پورې چې تړلي وي او یا په افغانستان کې به فساد کم نه شي؟»

د افغانستان د روڼتیا څار بنسټ هم وايي چې، حکومت د لویو دوسیو په کار کې لکه د شلو وزیرانو له دوسیو سره او په ځانګړې توګه د ښارجوړونې او ځمکو، کانونو او پټرولیم، مخابراتو، ملي دفاع او کورنیو چارو وزارتونو له دوسیو سره سیاسي چلند کوي.

د روڼتیا څار بنسټ څېړونکی ناصر تېموري زیاتوي:«موږ همدومره پوهېږي چې له دوی د افغانستان په لویه څارنوالۍ کې جدي پلټنې نه کېږي.»

خو لویه څارنوالي بیا وايي په نږدې درېیو کلونو کې چې د فساد پر وړاندې د مبارزې عدلي او قضايي مرکز جوړ شوی تر اوسه یې زر دوسیې څېړلي او له ۲۰۰ دوسیو چې په مجازاتو محکوم شوي، ۷۰ تنه یې لوړپوړي چارواکي لکه، مرستیال، جنرالان د ټاکنو کمېسیون کمېشنران، واليان، ښاروالان، د ولایتي شورا غړي او نور کسان دي.

د لویې څارنوالۍ ویاند جمشید رسولي څرګندوي:«د لومړي ځل لپاره د کابینې یو وزیر د تورن په توګه محکمې ته حاضرېږي، دا له فساد سره د مبارزې او د دغې ښکارندې د کمښت په چاره کې د دولت هوډ او ځواک ښيي.»
له دې ټولو سره سره، ولسمشر غني ۵ کاله مخکې د فساد پر وړاندې مبارزه او په ځانګړې توګه لویو دوسیو ته رسېدنه د خپل کار له لومړیتوبونو یاد کړي و.

د افغانستان د روڼتیا څار بنسټ وايي چې، حکومت د لویو دوسیو په کار کې لکه د شلو وزیرانو له دوسیو سره سیاسي چلند کوي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه