افغان ولسمشر اشرف غني نن (سېشنبې د غبرګولي په ۱۴مه) د کوچني اختر په مناسبت په خپله وینا کې د ولسمشرۍ ټاکنو د ترسراوي پر روڼتیا ټینګار وکړ.
ښاغلي غني په ارګ کې له ځينو دولتي چارواکو سره د اختر لمونځ ادا کړ او په هېواد کې د امنیت د ټینګښت لپاره یې دعا وکړه.
هغه ولسمشرۍ ته له ټولو نوماندانو څخه وغوښتل څو له هغه سره کېني او ټاکنو د اخلاقي اصولو په اړه خبرې وکړي او یوې پایلې ته ورسېږي.
ولسمشر د لمانځه له ادا کولو وروسته له طالبانو سره د سولې خبرو اترو د غونډې په اړه خبرې وکړې او اعلان یې وکړ چې پاکستان ته به یې سفر عملي پایلې ولري.
هغه همدارنګه وویل چې پاکستان ته د سفر په اړه یې د اسلام اباد بلنه منلې ده او ټاکل شوې په راتلوونکې میاشت کې اسلام اباد ته ولاړ شي.
ولسمشر څرګنده کړه چې د کوچني اختر له رارسېدو او د سولې خبرو اترو د زمینې برابرولو لپاره یې څه باندې ۸۷۰ بندیانو د ازادۍ فرمان صادر کړی دی.