Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د زیانمن شویو سرتېرو نیوکه؛ حکومت زموږ په درملنه کې بې پروا دی

د پولیسو دوه سرتېري چې د دندې پر مهال معلول شوي، له ولسمشر او د کورنیو چارو له وزارت څخه غواړي چې د هغوی د درمنلې زمینه برابره کړي.

د الله بیردي په نوم د کندوز ولایت اوسېدونکی وايي چې اوه کاله مخکې او د دندې پر مهال د ماین په چاودنه کې دواړه پښې او یو لاس یې پرې شول.

نوموړی وايي له ناوړه روغتیايي حالت سره د کورنیو چارو وزارت په دفترونو کې ګرځي خو دغه وزارت تر دې دمه ورته د برېښنايي پښو لپاره پیسې نه دي ورکړي.

الله بیردي زیاته کړه:«حکومت یوازې د یوه برېښنايي لاس لګښت راکړ، خو د دواړو پښو د وړاندیز پر مهال یې راته وویل چې بودیجه نه‎لرو او وې ویل چې کال ته راشه؛ کله چې کال ته ورغلم بل کال ته یې وغځوله. څلور میاشتې وړاندې بیا کال ته راغلم له مکتوب بازۍ څخه پرته بل کار یې راته ترسره نه‎کړ.»

اته ویشت کلن الله بیردي وايي له اقتصادي ستونزو سره په کندوز ولایت کې د طالبانو تر ولکې لاندې سیمه کې ژوند کوي.

هغه زیاته کړه:«د کورنیو چارو له وزیره هیله لرم چې ما دې ځان خوا ته وغواړي او زما ټولې ستونزې واوري او ولسمشرۍ ته دې وړاندیز وکړي چې زما د دواړو پښو لګښت برابر کړي. که‎چېرې واقعاً موږ ته کوم کار ترسره کوي را دې شي همدا کار دې ما ته ترسره کړي.»

اخوا له بلخ ولایته د محمد ناصر په نوم د پولیسو هغه دوه ویشت کلن سرتېری هم کابل ته راغلی چې په کندهار ولایت کې د طالبانو د لاسي بم په برید کې ټپي شوی وه.

محمد ناصر څرګنده کړه:«زما په څېر ډېر سرتېري ځوانان دي چې له ورته پېښو سره مخ دي او هره ورځ دفتر په دفتر سرګردانه دي او هېڅوک د هغوی غږ نه اوري. له حکومته غواړم داسې سند دې راکړي چې زما درمنله پرې وشي.»

دغه دوه ویشت کلن ځوان وايي که د حکومت لخوا ورته د درملنې زمینه برابره شي غواړي بیا به هم د سرتېري په توګه خدمت وکړي.

د دغو سرتېرو نیوکو ته د کورنیو چارو وزارت ځواب څه دی؟

د کورنیو چارو وزارت د ویاند مرستیال نصرت رحیمي په دې اړه وویل:«د کورنیو چارو وزیر ټولو اړوندو بنسټونو ته لارښونه کړې چې د هغو سرتېرو نوملړ چې په هېواد کې یې بشپړه درملنه شونې نه ده، وروستۍ کړي، ترڅو له هېواد بهر د هغوی د درملنې لپاره پرېکړه ونیول شي.»

دغه دوه سرتېري په دې باور دي چې د معلولو سرتېرو پر وړاندې د حکومت ناغیړي د امنیتي ځواکونو له لیکو سره یوځای کېدو ته د ځوانانو پر روحیې منفي اغېزه کوي.

د پولیسو دوه سرتېري چې کلونه وړاندې د دندې پر مهال زیانمن شوي وايي چې د درملنې د زمینې د برابرولو لپاره په ځلونه یې حکومت ته مراجعه کړې، خو تراوسه چا هغوی ته پاملرنه نه کړه.

شریک یي کړئ