د سمنګانو ولایت سیمهییز چارواکي وایې چې د دغه ولایت د سولې عالي شورا رئیس د ناپېژانده وسلهوالو لخوا تېر ماښام ووژل شو.
د دغه ولایت امنیه قومندان باقر مسعود پېښه تائیدوي او وایې چې د سولې عالي شورا مشر قاري سیف سعادت تېر ماښام هغه مهال د نا پېژانده وسلهوالو لهخوا ووژل شو چې له جوماته د خپل کور پر لور روان و.
د سمنګان پولیس وایې چې د پېښې عامل یې نیولی او په دې اړه څېړنې روانې دي.
امنیه قومندان د پېښې په اړه نور جزئیات ورنهکړل.
د پېښې مسووليت تر اوسه چا په غاړه نه دی اخیستی.
په دې اړه مو اندونه