Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د سولې خبرو احتمالي پایلو په اړه د اجراییه رییس خوښي

د حکومت اجراییه ريیس، عبدالله عبدالله د پخواني جهادي مشر، عبدالعلي مزاري د وژل کېدو څلورویشتم تلین په لمانځغونډه کې چې ارګ کې ترسره شول وویل، که طالبان له ترهګرو ډلو سره خپلې اړیکې پرې کړي، د سولې لپاره به هیلې لا زیاتې شي.

که څه هم د حکومت اجراییه ريیس د طالبانو پر ژمنې باور نه لري، خو وايي که طالبان له ترهګرو ډلو سره خپلې اړیکې پرې کړي، هېواد کې به د سولې لپاره زمینه برابره شي.

عبدالله عبدالله وویل:«که خپور شوی خبر رېښتیا وي، هیله لر چې وي، همداسې وشي او د افغانستان د ستونزې یوه برخه به هواره شي. ځکه پوهېږدو ترهګرو ډلو هغه تعامل یې چې رامنځته کړی او طالبانو ورته زمینه برابره کړې، دوی له یوې لورې افغانستان کې جګړې ته لمن وهي اوله بلې خوا د یو شمېر هېوادونو لپاره موخې هم لري.»

بل لورته بیا ولسمشر غني له طالبانو سره د سولې وروستۍ هوکړه د افغانستان د حکومت کار بولي. ولسمشر غني زیاتوي، د خلکو استازي به د سولې په اړه چوکاټ د لویې جرګې له مخې تر دوه راتلوونکو میاشتو وټاکي.

 ښاغلی غني وايي د سولې خبرو اترو مشري د افغانانو ده:«د سولې بهیر مشري د افغانستان د خلکو او دولت ده. زموږ سوله سنجول شوې او د خلکو ده.»

 د ولسمشر غني دویم مرستیال، سرور دانش په دې غوڼده کې خبرداری ورکوي چې د سولې خبرې نه باید د ټاکنو او دولت جوړونې پر وړاندې خنډ شي.

ښاغلی دانش وړاندې وايي:«که د سولې په پلمه ټاکنې افغانستان کې څنګ ته شي، افغانستان کې به د دولت جوړونې بهیر ودریږي.»

بل لورته د ولسي جرګې ريیس له ولسمشر غني غواړي چې د ولسي جرګې ټاکنو د وروستیو پایلو د اعلان سره سم، د ملي شورا چارې پرانیزي.

له بلې خوا پخواني ولسمشر، حامد کرزی له حکومته غواړي چې د حسن نیت په پار زندانونو کې بوډا، معذور او بې ګناه کسان چې د طالب په نامه بند کې دي، خوشې کړي.

ښاغلي کرزي همداراز د امریکا متحده ایالاتو او طالبانو ترمنځ د شویو هوکړو ملاتړ څرګند کړی دی.

ولسمشر غني وايي ټاکل شوې د سولې مشورتي جرګه غويي میاشتې په ۹مه ترسره شي او په کې به د سولې خبرو اترو چوکاټ وټاکل شوي

شریک یي کړئ