د سولې د عالي شورا په سعودي عربستان کې د افغان حکومت او طالب استازو ترمنځ د خبرو اترو په موخه د ناستې په اړه خپاره شوي رپوټونه رد کړل.
د دې شورا رئیس، کریم خلیلي وايي: تر اوسه د طالبانو او طالبانو، د سولې عالي شورا او طالبانو ترمنځ هېڅ ډول رسمي او مخامخ خبرې اترې نه دي شوې، اوس هرڅه د شایعاتو په کچه کې دي.
رویټرز خبرې آژانس تېره ورځ د دریوو طالب مشرانو له قوله لیکلي وو چې تېره اوونۍ د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ سعودي عربستان کې د ټاکنو امنیت ټینګښت په موخه خبرې شوې دي.
ښاغلی خلیلي وايي د سولې عالي شورا یو پلاوی د پاکستاني علماو سره د دواړو هېوادونو ګډې ناستې په موخه پر خبرو بوخت دی. دی وايي د عطالله لودین په مشری پلاوی هڅه کوي چې پاکستان دیني عالمان له افغانستان سره ګډې ناستې ته چمتو کړي.
که څه هم ښاغلی خلیلي د ناستې کره مودې په اړه څه نه وايي خو زیاتوي چې لنډ وخت کې به ترسره شي: زموږ یو پلاوی د پاکستان علماو سره پرون او نن جلسه درلوده او موږ دلته ورکشاپ جوړو. دوی هلته سره ناستې کوي او لیدلوري سره شریکوي دا یو ښه پرمختګ دی.
د سولې عالي شورا رئیس دا خبرې شنبې د تلې په ۷مه نېټه) د دې شورا ولایتي غړو د خبرو په په ناسته کې کابل کې وکړې.
د سولې د عالي شورا ولایتي غړي په کابل کې د آلمان د برګاف بنسټ له لوري د پنځه ورځني روزنیز بحث کې د ګډون په موخه راټول شوي دي.
د برګاف بنسټ رئیس، پروفیسور هنس ګیسمن وویل:د امریکا او طالبانو ترمنځ لومړنۍ ترسره شوې خبرې اترې تر دې دمه ناکامې وې خو اوس هم هیله شته څو دغه خبرې اترې له طالبانو سره د سولې د لومړنیو خبرواترو لپاره پیلامه شي.
همداراز کابل کې د آلمان سفیر، پېټر بروګل په دې ناسته کې وویل:د سولي دغه بهیر باید د افغانانو په مالکیت وي، خو په ټوله کې نړیواله ټولنه د داسې یو بهیر پلوۍ ده. خوشاله یوو چې دلته د سولې د عالي شورا ولایتي غړي لروو، تاسو ټول د سولې لپاره کار کوۍ.
په همدې حال کې طالبان د افغانستان او پاکستاني علماو ترمنځ ناسته امریکايي پروژه بولي او د هېواد له دیني عالمانو غواړي چې په کې ګډون ونکړي.
کابل په وار وار هڅه کړې ده چې پاکستاني علما د افغانستان جګړه د فتوا په صادرولو سره ناروا وبولي، خو د افغان چارواکو په وینا هغه پاکستان دیني عالمان چې پر طالبانو نفوذ لري د افغانستان د سولې په اړه ناستو کې ګډون نه دی کړی.