Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د سولې عالي شورا او پاکستان د علماوو پر غوندې سره سلا شوي

د سولې د دارالانشا رییس او د سولې د سیمه‎ییز اجماع په چارو کې د ولسمشر ځانګړي استازي په مشرۍ عمر داوودزی چې پاکستان ته تللی و، د جمعې په ورځ له غرمې مخکې بېرته کابل ته راستون شو.

د سولې عالي شورا وایي چې د پاکستاني چارواکو د ولسمشر له ځانګړي استازي سره ژمنه کړې ده چې د افغان سولې په بهیر کې به ریښتوني مرسته وکړي.

د سولې عالي شورا همدارنګه ویلي چې دغه پلاوی له پاکستاني چارواکو سره دې هوکړې ته رسېدلی چې په نږدې راتلونکي کې د دواړو هېوادونو علما یوه ګډه ناسته جوړه کړي.

د سولې عالي شورا ویاند سید احسان طاهري طلوع نیوز ته وویل:«کله چې موږ خپله خوشبیني په احتیاط سره څرګندوو، د دې لپاره ده چې له دغه سفر وروسته موږ په تمه پاتې کېږو چې د پاکستان لومړنی ګام ووینو - چې له نېکه مرغه هڅې یې زیاتې شوې دي او غږ یې یو غږ شوی دی.»

پاکستان تر دې وړاندې هم د سولې د خبرو د لارې هوارېدو ژمنه کړې وه، خو دا ځل یې له تېر هغه سره څه توپیر درلود.

په هند کې دافغانستان پخواني سفیر شیدا محمد ابدالي څرګنده کړه:«سیمه‎ییز اجماع ډېره اړینه ده؛ د چین، پاکستان، هند، ایران او روسیې په څېر هېوادونه کولای شي سیمه‎ییز اجماع رامنځته کړي.»

په داسې حال کې چې حکومت تمه لري ګاونډي او لودېځ هېوادونه طالبان له حکومت سره مخامخ خبرو ته حاضر کړي خو د ولسي جرګې یو شمېر غړي د سولې په بهیر کې د یو شمېر هېوادونو پر ښکېلېدو نیوکه کوي.

 له دې ټولو سره سره حکومت د سولې د خبرو لپاره د سیمه‎ییزې اجماع د رامنځته کېدو په هڅه کې دی . لکه څرنګه چې د ملي امنیت د شورا سلاکار د سیمې هېوادونو ته خپل سفرونه پېل کړي دي او له دغو هېوادونو یې د سولې خبرو په بهیر کې د همکاریو غوښتنه کړې ده.

له دې سره همهاله د افغانستان د سولې لپاره د امریکا متحده ایالتونو ځانګړي استازي هم سیمې ته د خپلو سفرونو نوی پړاو پېل کړی او ټاکل شوې چې د سیمې د هېوادونو له مشرانو سره د خپلو دغو خبرو پایله د ملي یووالي حکومت له مشرانو سره شریکه کړې.     

شریک یي کړئ