Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

د سولې مذاکره؛ امریکايي چارواکي له طالبانو سره ویني

د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ د سولې د مذاکراتو د پيل لپاره د امریکا د هڅو په لړ کې، پاکستاني رسنیو د پاکستان د لومړي وزیر له خولې ویلي چې ټاکل شوې طالبان یو ځل بیا له امریکايي چارواکو سره وویني.

د پاکستان لومړي وزیر عمران خان ویلي چې دا لیدنه به د هغه په همغږۍ د همدغۍ اوونۍ د دوشنبې په ورځ ترسره شي.

تراوسه څرګنده نه ده چې په کومه کچه امریکايي چارواکي به په دغې لیدنه کې ګډون وکړي، خو په افغانستان کې د ګوندونو او سیاسي بهیرونو سرچینې وايي انګېرل کېږي چې د افغانستان د سولې لپاره د امریکا ځانګړی استازی زلمی خلیل‎زاد به د امریکا له خوا او د ملي امنیت سلاکار حمدالله محب به د افغان حکومت له ادرسه له یو شمېر لوړپوړو طالب چارواکو سره لیده کاته او خبرې وکړي.

سرچینو او رسنیو د دغو کتنو ځاي متحده عربي امارات او یا پاکستان بللی دی.

د جمعیت اسلامي ګوند مشرتابه غړی محمد اسماعیل خان طلوع نیوز ته په دې اړه وویل:«د خلیل‎زاد د لیدنو د بشپړتیا دومه دوره له روسیې، ناټو او ګاونډیو هېوادونو سره و اوس له طالبانو سره ناسته لري او بالاخره ډېر ژر افغانستان ته راسنېږي او خپلې مشورې به د افغانستان له خلکو او حکومت سره شریکې کړي.»

د امریکا سفارت په دې اړه څه نه وايي خو د دغه سفارت یو ویاند طلوع نیوز ته وایي د افغانستان د سولې لپاره د امریکا ځانګړی استازي زلمي خلیل‎زاد د طالبانو په ګډون ټولو اړوندو لوریو سره کتلي او دا کتنې به دوام وکړي ترڅو د افغانستان د کړکېچ د هواري لپاره له یوې سیاسي موافقې ملاتړ وکړي.

امریکا د پراخو همکاریو د دودولو په ګډون د طالبانو، افغان حکومت او نورو افغانانو ترمنځ د خبرو د پرمخ بیولو لپاره د پاکستان د هر اقدام هرکلی کوي.

د ولسمشرۍ ماڼۍ ویندویان د دغو ناستو په اړه څه نه وايي خو زیاتوي چې د افغانستان د سولې په موخه له هر حرکته ملاتړ کوي.

له دې سره جوخت د سیاسي ګوندونو او بهیرونو کمېټه وايي د ګوندونو لخوا له طالبانو سره د خبرو لپاره یو پلاوی برابر شوی او ټاکل شوې ډېر ژر اعلان شي.

د سیاسي ګوندونو د کمېټې غړی محمد ناطقي وايي:«د ټاکنو په ټولو بحثونو کې، د سولې او ولسمشریزو ټاکنو په مسله کې، ګوندونه په یووالي سره حرکت کوي.»

د حزب اسلامي ګوند غړي همایون جریر هم وویل:«د ګوندونو سیاسي کمېټې پرېکړه کړې چې ډېر ژر خبري ناسته ولري، او په دغې خبري ناسته کې ګوندونه خپل ګډ دریځ په درې موردونو کې بیان کړي؛ دسولې، ولسمشریزې ټاکنې او د تېرو پارلماني ټاکنو په اړه.»

له دې مخکې هم د افغانستان د سولې لپاره د امريکا ځانګړي استازي زلمي خلیل‎زاد په دوحه کې د طالبانو له استازو سره کتلي و خو دا به لومړی ځل وي چې پاکستان د امریکا او طالبانو ترمنځ د کتنې او خبرو زمینه برابروي.

د امریکا سفارت وايي چې امریکا د پراخو همکاریو د دودولو په ګډون د طالبانو، افغان حکومت او نورو افغانانو ترمنځ د خبرو د پرمخ بیولو لپاره د پاکستان د هر اقدام هرکلی کوي.

شریک یي کړئ