Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

د سولې مشورتي جرګې له جوړېدو د پخواني ولسمشر او سیاستوالو ملاتړ

د سولې مشورتي لویې جرګې د ترسراوي لپاره د ولسمشر غوښتنه د پخواني ولسمشر حامدکرزي او ځينو سیاستوالو له هرکلي سره مخ شوې ده.

ولسمشر غني د کب میاشتې په وروستیو کې د سولې د مشورتې لویې جرګې د جوړېدو غوښتنه وکړه او د سولې د عالي شورا د درالانشا رییس محمد عمر داوود زی یې د لویې مشورتي جرګې د جوړېدو مسوول وټاکه.

د حکومت اجراییه رییس عبدالله عبدالله وايي له هر هغه ګام څخه چې د سولې د ټینګښت په درشل کې پورته کېږي ملاتړ یې کوو.

ښاغلي عبدالله په دې اړه وویل:«هره هڅه او هر حرکت چې موږ سولې ته نږدې کوي له هغې ملاتړ کوو.»

مخکنی ولسمشر حامد کرزی او یو شمېر سیاستوال او د ګوندونو مشران د  لویې مشورتي جرګې له جوړېدو ملاتړ کوي او دا په هېواد کې له اوسنیو ستونزو د وتلو لپاره یوازینۍ لار بولي.

 پخوانی ولسمشر حامد کرزی څرګندوي:«کله چې د افغانستان ولس سره راغونډ شي او مشورې او د نظر ادلون بدلون وکړي، دا به تل د افغانستان په ګټه وي.»

په دې لړ کې د سیاسي چارو کارپوهان وايي چې دا جرګه هغه لویه جرګه نه ده چې په اساسي قانون کې راغلې ده.

د حقوقي چارو کارپوه عبدالسبحان مصباح وايي:«لویه جرګه یوازې حقوقي او مشورتي بڼه لري او کوم حقوقي اغېزه نه لري. په ضمن کې د لویې جرګې دندې مشخصې دي.»

ولسمشر وايي چې په دې جرګه کې به د نه معاملې وړ ارزښتونه او دغه راز د سولې په خبرو کې د انعطاف منلو کچه وټاکل شي او جرګه کې به د جګړې او سولې په تړاو سلا مشورې وشي.

د بشري حقونو خپلواک کمېسیون ریییسه سیما سمر څرګندوي:«هر هغه ګام چې موږ سولې ته نږدې کوي، البته هغه سوله چې په هغه کې عدالت او بشري حقونه تر پښو لاندې نه شي، موږ هغه ستایو او ترې ملاتړ کوو.»

د سولې عالي شورا وایي چې لویه مشورتي جرګه به پر ټاکلي وخت جوړه شي او حکومت به د دې جرګې د سلا مشورو له مخې د دولت له مخالفو وسله‎والو سره خبرې وکړي.

شریک یي کړئ