Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

د سولې مشورتي لویې جرګې د پرېکړه لیک پر وړاندې غبرګونونه

کابل کې د پنځه ورځنۍ لویې جرګې له پای یوه ورځ وروسته، ځینې ټاکنیزې ډلې د دغې جرګې د ترسراوي په اړه غبرګون ښيي. 

له دې ډلې د حکومت اجرایه رییس او راتلونکو ولسمشریزو ټاکنو ته نوماند عبدالله عبدالله  چې دغه جرګه یې تحریم کړې هم وه، د ترکیې له اناتولي شبکې سره په مرکه کې د دې جرګې جوړېدل د وخت ضایع کېدل او په تېره یوه اوونۍ کې د ګڼو دولتي او نادولتي ادارو فلج کېدل بولي او زیاتوي چې دې جرګې نوې څه نه لرل.

اجرایه رییس عبدالله عبدالله ویلي:«یوې اوونۍ رخصتۍ په هېواد کې اقتصادي فعالیتونونه او همدارنګه د حکومت کارونه په ټپه ودرول! ښه پرې به په خپل وخت قضاوت وشي چې د داشان غونډې لپاره اړیتا وه که نه. زه لاهم فکر کوم چې کوم نوی شی نه دی ترلاسه شوی.»

 اخوا د ولسمشرۍ ټاکنو نوماند رحمت الله نبیل طالبان د دې جرګې ګټوونکي ګڼي او ولسمشر د راتلونکو ټاکنو لپاره د ځان په ګټه له دې جرګې نه د کار په اخیستو تورنوي.

ولسمشرۍ ته نوماند  رحمت الله نبیل په دې اړه څرګنده کړه:«له بده مرغه د دغې جرګې د پرېکړه‎لیک اصلي ګټونکی زه طالب ګڼم او د دې خبرې لپاره دلیل هم لرم؛ لومړی دا چې دا جرګه د افغانستان د سیاسي طبقې ترمنځ ګډوډۍ او تیتوالي لامل شو او له دې طالبان ګټه اخلي.»

یو شمیر نورې ټاکنیزې ډلې هم د دې جرګې یو شمېر ګډونوال حکومتي کارکوونکي بولي.

ولسمشرۍ ته نوماند شهاب حکیمي وايي:«دوی د ټاکنو لپاره کار کوي، د ولسمشر لپاره یوه کمپایني شبکه رامنځته کوي چې توانېدلي هغه رامنځته کړي او په راتلونکي کې له هغې په ټاکنو کې استفاده وکړي.»

د سولې او عدالت د ټاکنیز ټیم ویاند قادرشاه هم څرګندوي:«دغه جرګه نه د اساسي قانون او نه هم د دودیزو جرګو په معیارونو ترسره شوه.»

خو د سولې د مشورتي جرګې جوړونکي دا جرګه بې مخینې بولي او د دې جرګې مشورې رغنده او د حکومت د سولې د خبرو لپاره د لارې نقشه بولي.

د مشورتي جرګې یو تنظیموونکی سید علي کاظمي په دې اړه وویل:«د سولې مشورتي جرګې د ترسراوي په لړ کې موږ ته د کمپاین او یا هم د ټاکنیزې شکبې د جوړېدو راپور موږ ته نه دی رارسېدلی، خو هغه څه چې مهم دي د سولې مسله ده.»

له دې ټولو سره سره د ولسمشرۍ ټاکنو نوماندان د جرګې د امنیت ټينګښت او د هغو خلکو هڅې چې د دوی په وینا په دې جرګه کې یې په واقعي توګه د خلکو استازیتوب کاوه ستايي.

د سولې مشورتي لویه جرګه د پنځو ورځو لپاره (د غوايي له ۹ تر ۱۳ مې) کابل کې د لویې جرګې په تالار کې ترسره شوه.

شریک یي کړئ