د هېواد د سوکوهنې سکرتر جنرال حمیدالله حمیدي نن سهار (یکشنبې د چنګاښ په ۲مه) د ناپېژانده کسانو له خوا کابل ښار کې ووژل شو.
د سوکوهنې فډراسیون ویاند مجیب قادريزاده د دغه خبر له پخلي سره وايي چې ښاغلی حمیدي د کابل په خوشحال خان سیمه کې کله چې له کوره د کار په لور په حرکت کې و، وژل شوی دی.
د قاريزاده په وینا، وسلهوالو کسانو ښاغلی حمیدي یې په ډزو سره وژلی دی.
د هغه مړۍ د پلټنې لپاره عدلي طب ته استول شوی دی.
کابل پولیسو تراوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.