Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

د سپمټبر له یوولسمې نېټې وروسته افغانستان کې د سولې د خبرو بهیر

امریکا متحده ایالاتو کې د سپټمبر له یوولسمې نېټې وروسته افغانستان کې د حامد کرزي حکومت په وخت کې جوړه شوه څو له طالبانو سره د سولې خبرې  وکړي، درې کاله وروسته له هغې طالبانو په قطر کې خپل سیاسي دفتر جوړ کړ.

د طالبانو دفتر له جوړېدو وروسته دغه ډله له امریکایانو سره خبرو ته کېناسته، خو پخوانی ولسمشر حامد کرزی د طالبانو د بیرق پورته کولو پر یاد دفتر ناخوښ شو او دغه دفتر وتړل شو، خو تا تړل کېدل مؤقت وو.

په همدې حال کې ۲۰۱۸ زیږدیز کال د اکتوبر په دولسمه نېټه د افغان سولې لپاره د امریکا متحده ایالاتو ځانګړي استازي، زلمي خلیلزاد له طالبانو سره د سولې خبرې پیل کړې او لومړۍ ناسته ترسره شوه چې د ۲۰۲۰ زیږدیز کال په لومړیو کې تر یوولسو ناستو وروسته د هوکړې لامل شو.

د ناستو لړۍ چې درېمې ته ورسېده د طالبانو پلاوي له افغان حکومت استازو سره لیدنه رد کړه، خو د ۲۰۱۹ زیږدیز کال په جنوري کې څلورمه ناسته قطر کې وشوه.

پنځمه ناسته کې بیا زلمي خلیلزاد د طالبانو ډلې د سیاسي مرستیال، ملاعبدالغني برادر سره ولیدل چې دغې ناستې بیا شپاړلس ورځې دوام وکړ. بیا شپږمه ناسته چې نهه ورځې یې دوام وکړ، دواړو لورو اعلان وکړ چې پرمختګونو ته رسېدلي دي.

همداراز اوومې، اتمې او نهمې ناستې هم ترسره شوې چې امریکا او طالبانو پر ځینو مسایلو د هوکړې خبر ورکړ.

لسمه ناسته مهم وبلل شوه او د افغان سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي هغه مهال ولیکل چې"هوکړې ته یو ګام پاتې دی.‎" دغه دور کې امریکا طالبانو ته فرصت ورکړ چې د اوربند او د تاوتریخوالیو کمښت په تړاو له خپلو مشرانو سره خبرې وکړي.

یوولسم دور خبرو کې بیا امریکا او طالبانو افغانستان کې پر یوې اوونۍ اوربند هوکړه وکړه او وروسته له اتلسو میاشتو ناندرو او خبرو د ۱۳۹۸ هجري لمریز کال په کب میاشت کې د دواړو لورو ترمنځ هوکړه  د زلمي خلیلزاد او ملابردر ترمنځ د ۳۰ هېوادونو او بنسټونو استازو په شتون کې د دوحې په شراتون نامتو هوټل کې هوکړه لاسلیک شوه.

د هوکړې له مخې باید د لسو ورځو په موده کې ۵۰۰۰ طالب بندیان د افغان حکومت له بنده ازاد شوې وی او همداراز طالبانو هم ورسره ۱۰۰۰ افغان سرتېري. خو دا بهیر کابو شپږ میاشتې وځنډید او اوس یاد بهیر بشپړېدو سره تاکل شوې شنبې خبرې پیل شي.

شریک یي کړئ