امنیتي بنسټونه وايي چې د طالبانو نوي مشرۍ په راتګ سره دوی د برمتهکولو په زیاتوالي سره هڅه کوي چې په پاکستان کې د ترهګرو ډلو مشرانو د وژل کېدو خبر شا ته کړي. دغه بنسټونه د طالبانو دغه پروګرام د سیمې استخباراتي ادارو کار سپارښتنه بولي او زیاتوي چې کندز کې به د برمته شویو د مرستې په موخه د افغان ځواکونو په ځنډ رسېدل وڅېړل شي.
د طالبانو د نوي مشر ملا هبت الله آخندزاده له ټاکلو وروسته، ډېری کسان په دې باور دي که څه هم چې هغه پوځي مخینه نه لري خو هڅه کوي د دولتي ځواکونو په ضد د فتوا په صادرولو سره په لویو لارو کې د سړي تښتونې پیښو په زیاتوالي سره نوې تګلاره خپله کړي.
کندز، سرپل او یوشمېر نوروولایتونو د سړي تښتونې پیښې په وروستیو کې رامنځته شوې دي چې کندز کې ۱۰ تنه مسافران د طالبانو لهخوا په ډزو ووژل شول او یا هم ترې سرونه پرې شول.
د دفاع وزارت ویاند، دولت وزیري وايي:"په دې ټول خلک پوهېږي چې دوی خلک برمته کوي او وژني یې موخه یې دا ده چېد نړۍ پام بل لوری ته کړي او خلکو ته ووايي چې موږ په افغانستان کې یو او شته یوو. په داسې حال کې چې تاسو ولیدل د ترهګرو ټول مشران د اسامه بن لادن، ملاعمر او د ملامنصور په ګډون پاکستان کې ووژل شول."
د دغو خبرو ترڅنګ د کندز په لویه لاره د وژل شویو مسافرانو کورنۍ په امنیتي ادارونیوکه کوي او داسې راپورونه هم شته چې دولتي ځواکونه د کندز په لاره د طالبانو له فعالیت څخه خبر وو.
د کورنیو چارو وزارت ویاند، صدیق صدیقي وايي:"دغه مطلب یعنې پر برمته کولو د ملي امنیت په شورا کې خبرې شوې دي او اوس کولی شو چې پر دې موضوع خبرې وکړو خو ژر به روښانه شي چې ستونزه چېرې وه."
لاهم د کندز د لارې ۸تنه برمته شوي مسافران د طالبانو په بند کې دي. د دغو مسافرانو وژلو د بشري حقونو پراخو غبرګونونو سره مخامخ شو. د افغانستان د بشري حقونو بنسټ د طالبانو لهخوا د مسافرانو وژل جنګي جنایت بولي او کارپوهان د هېواد امنیتي بنسټونو ترمنځ پر همغږئ ټينګار کوي.
د افغانستان د بشري حقونو بنسټ رئیس، لعل گل لعل وايي:"د هغو کسانو وژل چې ملکي وي او مسافر وي، یو جنګي جنایت دی او دا د زیاتوالي په حال کې دی او د اندېښنې وړ دی."
د کندز ولایتي شورا غړی، غلام رباني رباني وايي:"د طالبانو نوي مشر راتلو سره دا ډول د برمته کولو پېښې زیاتې شوې دي او موږ له حکومت څخه غواړو چې د هېواد لویو لارو ساتنې لپاره ډېره هڅه وکړي."
د هېواد وګړي او کارپوهان په دې باور دي چې د دولت لهخوا د سړيتښتونې د پیښو په زیاتېدو سره د دغو ډلو پر وړاندې د خلکو کرکه زیاته شوې ده، هغوی زیاتوي چې اړتیا ده دولتي ځواکونه باید د ترهګرو ځپلو لپاره جدي اقدام وکړي.
د بشپړه راپور لیدو لپاره لاندې ځای کېکاږئ:
په دې اړه مو اندونه