د عدلي او قضايي مرکز د سېشنبې په ورځ(د مرغومې په ۷ مه)د استېناف محکمې په لړ کې دوه تنه یې د اختلاس په جرم په سزا محکوم کړل.
دغې محکمې د عزیزي بانک پخوانی کارکوونکی فرید احمد یې د ۱۵۲ زره ډالرو د اختلاس په تور په۱۰ کلونو او اته میاشتو بند او د اختلاس شویو پیسو پر ورکړې محکوم شو.
هغه تورن دی چې د عزیزي بانک د یوه مشتري له مړینې څخه وروسته د هغه له حسابه درې ځله ۱۵۲ زره ډالر ایستلي دي.
له اداري فساد سره د مبارزې د عدلي او قضايي مرکز د استېناف محکمې رییسه انیسه رسولي وویل:«ته احمد فرید د پیسو د اختلاس په تور په ۱۰ کلونو او ۸ میاشتو بند او عزیزي بانک ته د ۱۵۲ زره امریکايي ډالرو په ورکړې محکوم شوې.»
احمدفرید او د هغه مدافع وکیل که څه هم په ځلونو ادعا کړې چې غواړي د خپلې بې ګناهۍ تصویري کسټ محکمې ته وښيي خو قاضي د پروجکتور د نشتوالي له امله د دوی غوښتنه نه مني او د محکمې حکم صادروي.
تورن فرید احمد وویل:«زه له اداري فساد سره د مبارزې د عدلي او قضايي مرکز د لومړنۍ علني محکمې قرباني شوم.ځکه چې زما په اړه په بشپړه توګه څېړنې ونه شوې.»
د تورن فرید احمد مدافع وکیل عبدالحفیظ وویل:«د بانک منشي او یا هم د بانک تخنیکي او مالوماتي څانګې کارکوونکی باید وای چې نهشته او تصویري انځورونه باید نندارې ته اېښودل شوې وای او ثابته کړې یې وای چې په هغه وخت کې برېښنا وه که تخنیکي ستونزه وه که چې داسې ونهشول.»
استېناف محکمې همداراز د لویې څارنوالۍ یو څارنوال جنرال عبدالحی د ۵۰ زره افغانیو بډو اخیستو په جرم په دوه کاله او شپږو میاشتو بند محکوم کړ.
قاضي انیسه رسولي وايي:«ته عبدالحی د عبدالشکور زوی د ۵۰ زره افغانیو د بډو اخیستو د دوه کلونو او شپږو میاشتو بند محکوم شوې.»
تورن عبدالحی بیا داسې وايي:«کهچېرې زه مجرم وم او هغه پیسې مې اخیستې وې،نو پر هغو پیسو باید زما د ګوتو نښې وي. چې نشته.»
که څه هم د دغو دوو تنو مدافع وکیلانو د دوی د بې ګناهۍ په اړه اسناد وړاندې کړل خو استېناف محکمې د لومړنۍ محکمې پرېکړه تأیید کړه او دوی یې په سزا محکوم کړل.