Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

د غزني بد حالت په اړه د ملګرو ملرتونو اندېښنه

افغانستان کې د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر نن(دوشنبې د زمري۲۲مه)د خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي دي چې له غزني ولایت څخه یې د ملکي کسانو د مرګ ژوبلې خبر ترلاسه کړی دی.

دې بنسټ د مرګ ژوبلې شمېر په اړه څه نه دي ویلي.

خبرپاڼه کې راغلي دي:«د غزني اوسیدونکي د جمعي د سهار راهیسې خپل ښار د جګړې د ډګر په بڼه ويني چې دا جګړه اوس هم روانه ده.»

خبرپاڼې زیاته کړې ده:«لومړني راپورونه ښیي چې ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې اوعام خلک د ښار څخه بهرخوندي سیمو ته تلوهڅې کوي.» 

په افغانستان کې د بشري ټولنې سرپرست همغږي کوونکی، ډاکټر ريک پیپرکورن د غزني په روغتونونو کې د حالت له خرابوالي اندېښنه څرګنده کړې ده.

ښاغلي پيپرکورن څرګنده کړې ده:«د راپورونو له مخې په ملکي روغتون کې درمل مخ پرختمیدودي اوخلک نشي کوالی چې ټپیان په خوندې توګه ترروغتون پورې ورسوي. دې ښار په شمال او جنوب کې نورو ښارونو ته ، چیرته چې روغتیايی اسانتیاوي شتون لري، غزيدلي لويې الرې د خلکود تګ راتګ لپاره خوندي ندې.»

ده زیاته کړې ده:«له ښار څخه د ترالسه شويو راپورو له مخې ډېری کورنويو په خپلو کورو کي پناه اخیستې او نشي کوالی چې بهرووځي. په داسې ښار کې چې ۲۷۰۰۰۰ وګړي پکې ژوند کوي ، بريښنا او مخابراتي شبکې کار نه کوي چې د ابو رسولو جريان يې زيامن کړی اود معلوماتو له مخې له خلکو سره خوراکي توکي هم مخ په خالصیدو دي.»

د تازه راپورونو پربنسټ د غزني ښار په څو برخو کې لا هم پر څلورمه ورځ (دوشنبې د زمري۲۲مه) د امنیتي ځواکونو او طالبانو ترمنځ نښتې روانې دي.

همداراز د ولسمشر ویاند، هارون چخانسوري وايي چې ولسمشر غني د غزني حالاتو په اړه د دې ولایت له والي او پوځي چارواکو سره بېړنۍ ناسته درلوده چې د یاد ولایت حالات یې څېړلي دي.

دی زیاتوي چې په دې ناسته کې غزني ته د لا زیاتو مرستندویه ځواک د لیږلو پرېکړه شوې ده.

ښاغلی چخانسوري وايي چې ولسمشر غني همداراز د افغان ځواکونو سرښندنې او اتلولۍ په دې نښته کې ستایلې دي.

د غزني یو شمېر اوسیدونکي وایي چې حکومتي ځواکونو بالاحصار نیولی دی او له هغه ځایه یې بریدونه پیل کړي دي.

ملګرو ملتونو د مرستو همغږۍ دفتر د غزني ولایت حالاتو په اړه د اندېښنې په څرګندولو وايي چې ملکي کسانو ژوند له ګواښ سره مخامخ دی

شریک یي کړئ