Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

د غزني ولایت د ناوې ولسوالۍ وروسته له ۹ کلونو د هېواد د امنیتي ځواکونو لاس ته ورغله

ځايي چارواکو د جمعې په ورځ ویلي دي چې د یاد ولایت په ناوې ولسوالۍ کې د فتح عملیاتو په پایله کې، امنیتي ځواکونو نن دغه ولسوالۍ له طالبانو څخه ونیوله.

د غزني ولایت سرپرست، موسی خان اکبرزاده وايي سربېره پر دې چې مخالفینو ۲۰۰ کړۍ ماینونه ځای پر ځای کړي وو، خو امنیتي ځواکونو له مرګ ژوبلې پرته دغه ولسوالۍ ترلاسه کړه.

هغه زیاته کړه: " له ډېرې ښې همغږۍ سره او د خلکو په مرسته زموږ امنیتي ځواکونه موخې ته ورسېدل پرته له کومې مرګ ژوبلې سره له دې چې مخالفینو ۲۰۰ کړۍ ماینونه هم کرلي ول نن سهار یې د ناوې ولسوالۍ وروسته له ۹ کلونو ترلاسه کړه".

هغه زیاتوي چې د امنیت شورا له امر او د سیمه‎ییزو ارګانونو سره له مشورې وروسته به ډېر ژر د دغې ولسوالۍ تشکیل رامنځته شي.

بلخوا، د ملي امینت عمومي ریاست وايي چې دغه ولسوالۍ د امنیتي بنسټونو د ۱۳ ورځېنيو ګډو عملیاتو په پایله کې له ترهګرو څخه پاکه شوې ده.

په دغو ۱۳ ورځېنیو عملیاتو کې چې په غزني او زابل ولایتونو کې په لاره اچول شوي دي تر اوسه ۲۷۰ تنه طالبان وژل شوي دي او ۲۵۰ کړۍ ماینونه او سلګونه ټنه چاودېدونکي توکي له منځه وړل شوي دي.

د کورنیو چارو وزارت ویاند، صدیق صدیقي وايي: " د دغو عملیاتو موخه د ناوې ولسوالۍ پاکونه وه او په دغو عملیاتو کې ۲۰۰ تنه مخالفین وژل شوي دي او هغوی ته درنه مرګ ژوبله واوښته او اوس‎مهال خلک په آزادانه توګه د دغې ولسوالۍ په بازار کې تګ راتګ کوي".

د غزني ولایت ناوه ولسوالۍ د دغه ولایت یو له نا امنو ولسواليو څخه شمېرل کېده او په ۹ وروستیو کلونو کې دولت په دغې ولسوالۍ کې واکمني نه‎درلوده.

ویل کېږي چې د وژل شویو ترهګرو په ډله کې یو شمېر بهرنیان هم شتون لري.

وړاندې له دې داسې رپوټونه خپاره شول چې بهرني ترهګر د پولې له پورې غاړې څخه د زابل او غزني ولایتونو ته راغلي دي او له هغې ځای څخه د هېواد شمال ته خپاره شوي دي.

ځايي چارواکو د جمعې په ورځ ویلي دي چې د یاد ولایت په ناوې ولسوالۍ کې د فتح عملیاتو په پایله کې، ام

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه