ولسمشر غني په افغانستان کې د بهرنیو ځواکونو قومندان، جنرال سکاټ مېلر سره د لیدنې پرمهال د امنیتي او دفاعي بنسټونو ترمنځ همغږي وستایله.
دغه لیدنه چې تېر ماښام(یکشنبې د تلې په ۲۱مه نېټه) ترسره شوې، ښاغلي غني ویلي چې د امنیتي بنسټونو ترمنځ همغږي په بېساري ډول زیاته شوې ده او دا کار د ترهګرو پر وړاندې په عملیاتو کې د بریالیتوب لامل دی.
په دې لیدنه کې جنرال میلر ویلي:« د افغانستان د امنیتي او دفاعي ځواکونو ورځ تر بلې زیاتېدونکی ظرفیت او محاربوي وړتیاوې وستایلې او د تروریستانو په ځپلوکې یې د هغوی وروستي عملیات بریالي وبلل.»
د ولسمشرۍ ماڼۍ د خبرپاڼې له مخې جنرال میلر د افغانستان د امنیتي او دفاعي ارګانونو ترمنځ د همغږۍ او همکارۍ زیاتوالی د هغوی د بریالیتوب لامل بللی.
د خبرپاڼې له مخې ښاغلي مېلر زیاته کړې ده:«افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو په جګړه کې دښمن ته ماتې ورکړې او په دې وروستیو کې یې د تروریستانو مهم کسان له منځه وړي او ډېرې سیمې یې له هغوی بېرته نیولې دي.»
په دې لیدنه کې ولسمشر غني ویلي چې د افغانستان امنیتي او دفاعي ځواکونه د ترهګرۍ ضد مبارزې په لومړۍ کرښه کې دي او په دې برخه کې د نړیوالې ټولنې ګډه همکاري او ملاتړ مهم دی.