د غور ولایت سیمهييز چارواکي وايي چې د تیورې ولسوالۍ د طالبانو لاسته لوېدلې ده.
د یاد ولایت د عامه نظم پولیسو قومندان، محمود اندرابي څرګندوي چې نن سهار یکشنبې( د زمري لومړۍ) دې ولسوالۍ کې د افغان ځواکونو او طالب وسلهوالو ترمنځ نښته شوې ده.
نوموړی زیاتوي چې د نښتې په پایله کې یاده ولسوالۍ د طالبانو لاسته لوېدلې او یوازې یوه پوسته د افغان ځواکونو لاس کې ده.
یاد چارواکی وايي چې یو شمېر سیمهييز پاڅونکوونکي او امنیتي ځواکونه ولسوالۍ ته نېږدې د طالبانو په کلابندۍ کې دي.
ښاغلی اندرابي زیاتوي چې له سیمهييزو پاڅونکوونکو او افغان سرتېرو ترڅنګ د ولسي جرګې غړی، ډاکټر ابراهیم ملکزاده هم له کلابندۍ کې دی.
په همدې حال کې د غور د والي ویاند، عبدالحی حطیبي څرګندوي چې د پسابند ولسوالۍ هم د طالبانو لخوا کلابنده شوې ده.
که څه هم چې د افغان ځواکونو مرګژوبلې په اړه راپورونه شته، خو د اړیکو پرېوالي له امله هېڅ کوم چارواکي په دې اړه څه نه دي ویلي.