په ننګرهار کې مدني فعالانو د پښتون ژغورنې غورځنګ د مشرتابه غړي ارمان لوڼي غایبانه جنازه ادا کړه.
ځايي مدني فعالان چې په جلال اباد ښار کې د باچا خان په مزار کې سره راټول شوي وو، د پاکستان په سوېلي پښتونخوا کې د پښتون ژغورنې غورځنګ د غړي ارمان لوڼي پر وژنه پاکستان پوځ تورن کړ او یاد هېواد یې د ترهګرو لوی ملاتړی یاد کړ.
دغو مدني فعالانو له نړېوالې ټولنې غوښتنه وکړه چې د پاکستاني پوځ د ترهګریزو کړنو خلاف دې ودرېږي او دغه پېښه دې وڅېړي.
دا فعالان په دې باور دي چې پاکستاني پوځ د پښتون ژغورنې یاد غړی له سختو ربړونو او شکنجو سره وژلی او یاد پوځ د پښتنو پر وړاندې ترهګریز حرکتونه کوي چې د ډېری پښتنو په وژلو کې هم لاس لري.
ننګرهار کې سیاسي فعال اسدالله ښالیز په دې اړه وویل:«داسې جنایت ترسره کېږي لکه چې ارمان لوڼي یې شهید کړ، دا په خپله د پاکستان حکومت هغه جابر نظام، د ظلم کیسه کوي موږ ته، دا په خپله بېرته پښتانه ټبر ته یو پوکی ورکوي، انرژي ورکوي، د دوی د پلويتوب فکرونه ډېروي.»
ننګرهار کې د مدني ټولنې غړی شریف الله ناصري هم وايي:«پاکستان د نړۍ یو ستر دهشتګر هېواد دی، هغه هېوادونه چې ځان د نړۍ علم برداران بولي له دوی سره ژر تر ژره ډيپلوماټيکې اړیکې پرې کړي.»
دغو لاریونوالو له نړیوالې ټولنې څخه وغوښتل چې پاکستان سره دې د ترهګرو د ملاتړ له کبله ډیپلوماتیکې اړیکې پرې کړي او د ارمان لوڼي د وژنې قضیه دې هم وڅېړي.
ننګرهار کې د مندي ټولنې غړی جمشید څرګندوي:«موږ د ټولو نړیوالو له عدلي او قضايي بنسټونو څخه په کلکه دا غوښتنه کوو، چې د شهید ارمان لوڼي د شهادت قضیه په جدي توګه وڅېړي، موږ د پنجاب پر څېړونو باوري نه یوو، هغه موږ او هېڅ پښتون ته د ملنو وړ نه دي.»
ارمان لوڼی د شنبې ماښام ناوخته په سوېلي پښتونخوا کې پاکستاني پولیسو له ځانه سره وړی او په وهلو ډبولو سره یې وژلی و. تر دې وړاندې د پښتون ژغورنې غورځنګ ځنې نور غړي هم زنداني شوي او وژل شوي دي.