Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د ماشومانو ژغورنې پر خیریه بنسټ برید له ۱۰ ساعتو وروسته پای وموند

افغان ځانګړي ځواکونه وتوانېدل چې په جلال اباد کې د ماشومانو د ژغورنې پر خیره بنسټ برید له ۱۰ ساعتونو وروسته د ټولو بریدګرو له وژلو سره پای ته ورسوي.

دا برید نن چهارشنبې د ګهیځ په ۹ بجو پیل او د ماښام تر ۷ بجو یې دوام وکړ.

د ځانګړو ځواکونو د چاڼیزو عملیاتو په لړ کې د دغه بنسټ په لسګونه تنه کارکوونکي وژغوري.

سرچینې وايي چې په دغه برید کې ۶ تنو بلواګرو لاس درلود.

دا برید د بهریو او کورنیو چارواکو له خوا غندل شوی دی.

رپوټونه رسوي چې په دغه برید کې لږ تر لږه ۳ تنه وژل شوي او کابو ۲۵ تنه نور ټپيان شوي دي.

د ماشومانو د ژغورنې صندوق دفتر له دغې پېښې درې ساعته وروسته په یوې خبرپانه کې ویلي چې هغوی د خپلو کارکوونکو د امنیت په اړه اندېښنه لري.

په خبرپاڼه کې راغلي دي:«نن ګهیځ په جلال اباد کې د ماشومانو د ژغورنې صندوق پر دفتر برید سخت غمجن کړو. زموږ اندېښنه زموږ د کارکوونکو د امنیت په اړه ده. موږ د ډېرو مالوماتو په تمه یوو او اوس نه‎شو کولای په دې اړه څه ووایو.»

د هېواد اجرايي رییس هم د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره دغه برید غندلی او ویلي یې دي چې ترهګر له داسې بریدونو سره څرګندوي چې د خلکو په منځ کې د وېرې او وحشت د رامنځته کولو په هڅه کې دي.

هغه زیاتوي چې بلواګر د داشان بریدونو له ترسره کولو سره نه‎شي کولای چې د افغانستان د خلکو ژمنه کمزورې کړي.

بلخوا په افغانستان کې د سويډن سفیر ټوبیاس ټیبرګ هم دا برید غندلی.

هغه په خپل ټوېټر پاڼه کې لیکلي:«موږ له هغو ستاینه کوو چې د بې ګناهانو ژوند یې ژغورلی دی او له هغو کسانو سره چې ټپيان شوي او د کورنۍ غړي یې له لاسه ورکړي همدردي کوو. دا تاوتریخوالی نه‎شي کولای افغانستان ته ماتې ورکړي.»

هغه زیاته کړه:«پر هغوی برید چې ځانونه په افغانستان کې د پرمختګ په راوستو او د بشرپاله مرستو لپاره په خطر کې اچوي د منلو وړ نه دی او دا د نړیوالو قوانینو او د افغانستان د خلکو په وړاندې جنایت دی. موږ له جلال اباد سره همدردي کوو.»

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو سازمان د مرستیالۍ پلاوی یا یوناما هم دا برید غندي او وايي چې پر ولسي وګړو او پر مرستندویه بنسټونو برید د بشرپاله قوانینو څخه په څرګنده سرغړونه ده او کولای شو چې جنګي جنایت یې وبولو.

شریک یي کړئ