Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

د ماشومانو د ژغورنې پر بنسټ د برید مرګ ژوبله ۶ تنو ته لوړه شوه

د ننګرهار ځايي چارواکي وايي چې په دغه ولایت کې د ماشومانو د ژغورنې پر خیریه بنسټ د داعش د تېرې ورځې د برید مرګ ژوبله ۶ تنو ته لوړه شوه.

د ننګرهار د والي ویاند عطاالله خوږیاڼۍ وايي چې د وژل شویو په منځ کې، د دغه بنسټ څلور کارکوونکي، یو پوځي او یو بل ولسي وګړی شامل دي.

دا برید نن چهارشنبې د ګهیځ په ۹ بجو پیل او د ماښام تر ۷ بجو یې دوام وکړ.

د ځانګړو ځواکونو د چاڼیزو عملیاتو په لړ کې د دغه بنسټ په لسګونه تنه کارکوونکي وژغوري.

سرچینې وايي چې په دغه برید کې ۶ تنو بلواګرو لاس درلود.

دا برید د بهریو او کورنیو چارواکو له خوا غندل شوی دی.

رپوټونه رسوي چې په دغه برید کې لږ تر لږه ۳ تنه وژل شوي او کابو ۲۵ تنه نور ټپيان شوي دي.

د ماشومانو د ژغورنې صندوق دفتر له دغې پېښې درې ساعته وروسته په یوې خبرپانه کې ویلي چې هغوی د خپلو کارکوونکو د امنیت په اړه اندېښنه لري.

په خبرپاڼه کې راغلي دي:«نن ګهیځ په جلال اباد کې د ماشومانو د ژغورنې صندوق پر دفتر برید سخت غمجن کړو. زموږ اندېښنه زموږ د کارکوونکو د امنیت په اړه ده. موږ د ډېرو مالوماتو په تمه یوو او اوس نه‎شو کولای په دې اړه څه ووایو.»

شریک یي کړئ