Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

د مالیې وزیر د ځینو معامله ګرو وکیلانو نومونه افشا کړل

د مالیې وزير نن په يوه غونډه کې چې د نوموړي د استيضاح لپاره جوړه شوې وه د ولسي جرګې د يو شمېر هغو استازو نومونه په ډاګه کړل چې په قاچاق او معاملو کې لاس لري.

په دغو استازو د سوند توکو ، وړه او الکولي مشروباتو د قاچاق کولو تورونه لګول شوي دي.

د ماليې وزير وايي چې له دې ډلې څخه د ولسي جرګې د سولې کاروان او د پارلماني ډلې ريس ظاهر قدير د وړو په سلګونه موټر له پاکستان څخه وارد کړي، خو د دريو کلونو په بهير کې یې دوه سوه نهه شپيته مليونه ډالره د دولت ماليه نده ورکړې.

اخوا د ولسي جرګې يو شمېر نور استازي د ماليې وزير دغه افشا کول سليقه يي ګڼي او وايي، چې يوازې د لږ شمېر معامله کونکو نومونه افشا شول.

ولسي جرګې د دوشنبې په ورځ د ماليې وزير استيضاح کړ او د قاچاق کونکو او معامله ګرو استازو په اړه يې د وضاحت غوښتنه ترې وکړه او د دې جرګې يو شمېر غړو د ماليې پر وزير يو لړ تورونه ولګول.

د ولسي جرګې غړی، عبداللطیف پدرام ویلي :«ښاغلۍ وزیر صاحب له استیضاح وړاندی مو ولې د معامله ګری او قاچاق موضوع ګانې افشا نه کړي، تاسو د جرم کتمان کړې چې په حقیقت کې تاسو هم د دغه جرم کې شریک یاست.»

د استازو د پوښتنو په ځواب کې د ماليې وزير، ظاهرقدر، نعيم لالی حميدزی، محمدعارف رحماني، محمود خان سليمان خيل، عظيم محسني او سميع الله په قاچاق او ناقانونه غوښتنو تورن کړل.

د مالیې وزیر، حضرت عمر زاخیلوال وویل :«که چیرې ما د دولت له بودیجې څخه یوه افغانۍ لګولې وي او یا مې د دې کار هوډ کړې وي، پاک الله دې ما او زما کورنۍ هلاکه کړي، خو که چیرې یو شمېر وکیلان ما نه پریږدي چې خپل هیواد ته خدمت وکړم، په قاچاق او معاملو کې لاس لري، نو الله د دوی هلاک کړي.»

د دې غونډې په پای کې د ماليې وزير د ولسي جرګې د اکثريت رايه تر لاسه کړه.

د ولسي جرګې ریس، عبدالرووف ابراهیمي وایي :«د رایو په اکثریت او پنځو مخالفو رایو سره د مالیې وزیر په خپل ځای پاتې شو.»

له بلې خوا يو شمېر هغه استازي چې د ماليې د وزير لخوا په معامله ګرۍ تورن شوي دغه تورونه ردوي.

د ولسي جرګې غړي، محمد نعیم لالی حمید زي وویل :«که چیرې د شخصي غوښتنو او په معاملو کې زما د لاس درلودو په تړاو څوک ثبوت پیدا کړي، زه حاضر یم له ولسي جرګې څخه استعفا وکړم.»

د ولسي جرګې ځینې نور غړي د دغو افشا ګريو ستاينه کوي خو وايي بايد د ټولو معامله کونکو نومونه په ډاګه شوي وای.

د ولسي جرګې غړې، فاطمه عزیز وایي: «د معامله ګرو وکیلانو د نومونو افشا کول یو ډیر ښه کار و، خو د مالیې وزیر سلیقه یې چلند وکړ، ځکه هغه د ټولو معامله ګرو وکیلانو نومونه افشا نکړل او باید دغه کار یې باید کړی وای.»

خو ځینې وکیلان په دې باور دي چې افشاګرۍ به په ولسي جرګه کې د معامله ګريو کچه را ټيټه کړي.

د مالیې وزير نن په يوه غونډه کې چې د نوموړي د استيضاح لپاره جوړه شوې وه د ولسي جرګې د يو شمېر هغو

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه