ځانمرګو بریدګرو، نن شنبې (د وري په ۳۱ مه) له غرمې مخکې د مخابراتو او مالوماتي ټکنالوژۍ پر وزارت برید وکړ.
د کورنیو چارو وزارت وايي چې په دغه برید کې درې بریدګر شامل وو چې دوه تنه یې وژل شوي او یو بل یې هم د امنیتي ځواکونو په کلابندۍ کې دی.
د کورنیو چارو وزارت ویاند نصرت رحیمي په دې اړه وايي چې دغه بریدګر په لومړي سره کې پر یوه زیارت چې د مخابراتو ترڅنګه موقعیت لري، برید وکړ او غوښتل یې چې د مرکزي پوست خونې دفتر ته ننوځي خو د امنیتي ځواکونو لخوا کلابند شول.
له دې سره جوخت، د کابل امنیه قومندان سید محمد روشن دل وايي چې د مخابراتو او اطلاعاتو او کلتور وزارتونو د کارکوونکو د ایستلو بهیر پیل شوی.
د دغې پېښې د مرګ ژوبلې په اړه تراوسه جزییات نشته، خو د عامې روغتیا وزارت وايي چې یوازې یو ټپي روغتون ته استول شوی دی.
تراوسه کومې ډلې د دغې پېښې پړه نه ده منلې، خو طالبانو ویلي چې په دغه برید کې هېڅ ډول لاس نه لري.