Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

د مرکچي پلاوي د واکونو مشخصولو کې دمصالحې مشرتابه شورا پاتې راتلل

نن یکشبنې (د وري ۲۵ مه نېټه) د دوحې غونډه کې د ګډون کوونکو د نوملړ او د مرکچي پلاوي د واکونو د وروستي کېدو وروستۍ نېټه وه، خو نننۍ غونډه هم د حکومت او سیاستوالو ترمنځ د اختلاف له امله جوړه نه شوه. 

ټاکل شوې وه چې د ولسمشر غني په مشرۍ د پخلاینې مشرتابه شورا په دې اړه د تېرې چهارشنبې په ورځ وروستۍ پرېکړه وکړي، خو د نظر اختلافونو له امله دا غونډه بې پایلې پای ته ورسېده. له هغې وروسته د شنبې او یک‌شنبې په ورځ تمه وه چې دا شورا په دې اړه خپله وروستۍ پرېکړه اعلان کړي، خو دا کار نن هم سرته ونه رسېد.

دا په داسې حال کې ده چې د دوحې غونډې ترسراوي ته پنځه ورځ پاتې دي.

د هېواد ځينې سیاستوال، ولسمشر په دې تورن وي چې غواړي سیاستوال په خپلې سلیقې سره غوره کړي.

د حزب اسلامي ګوند مشر ګلبدین حکمتیار په دې اړه وویل:«دولت باید دا هڅه ونه کړي چې د پخلاینې پلاوی دې بې واکه او د هغو تر حاکمیت لاندې وي او د دغه پلاوي په مشرۍ کې هم داسې کس وي چې جګړې ته معتقد وي.»

یو شمېر افغان سیاستوال وايي، حکومت د دوحې ناسته کې د خپلو سیاسي مخالفینو له ګډون سره مخالف دی، خو همدې سیاستوالو یو نوملړ حکومت ته سپارلی او اوس پرې د حکومت خبرې اترې روانې دي.

د کابل پخوانی والي احمدالله علیزی وايي:«حکومت په دغه نوملړ کې هغه کسان انتخاب وي، چې حکومتي وي، خو سیاستوالان وايي چې نه ! باید یو افغاني پلاوی جوړ شي چې وکړای شي له ټول افغانستانه استازیتوب وکړي.»

خو حکومت وايي، ژر به د دوی او سیاستوالو ترمنځ ستونزې پای ته ورسېږي.

د اجراییه ریاست د ویاند مرستیال فریدون خوزون څرګنده کړه:«هڅې روانې دي او هیله ده چې د پخلاینې مشرتابه شورا په راتلوونکې غونډه کې پر ټولو مسایلو پرېکړه وشي.»

د دوه ویشتو ګوندونو استازي چې د افغانستان ژغورنې تر نامه لاندې یې یو ایتلاف جوړ کړی، د پلاوي پر ټاکل کېدو د رامنځ‌ته شویو جنجالونو له کبله نیوکه کوي.

د افغانستان د ژغورنې لپاره د ګوندونو د ایتلاف ريیس شاه محمود پوپل وايي:«غواړي چې خپله ونډه یې وي، نه د افغانستان شموله ملي ونډه.»

د مصالحې د رهبرۍ شورا لومړۍ غونډه کې پرېکړه وشوه چې د دوحې ناسته دې د وري میاشتې په اخره او د غوايي میاشتې په لومړۍ نېټه وشي، هغه پرېکړه چې د ګډون کوونکي پلاوي د جوړېدو لپاره وشوه، مګر اوس‌مهال چې د دوحې غونډې ته پنځه ورځې پاتې دي، نه یوازې دا چې دې غونډه کې د ګډون کوونکي پلاوی نوم‌لړ نه دی اعلان شوی، بلکې لا روښانه نه ده چې اختلافات پای ته رسېږي او که نه؟

د هېواد ځينې سیاستوال، ولسمشر اشرف غني په دې تورن وي چې غواړي سیاستوال په خپلې سلیقې سره غوره کړي.

شریک یي کړئ