Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

د ملي دفاع نوماند وزیر ونه توانېد چې له پارلمان څخه د اعتماد رايې واخلي

د ملي دفاع نوماند وزیر معصوم ستانکزي د ولسي جرګې له خوا د ۱۰۴ رد رایو په اخیستو سره ونه توانېد د دفاع وزارات څوکۍ تر لاسه کړي.
ستانکزی تېر اوونۍ د ولسمشر د دوم مرستیال سرور دانش له خوا ولسي جرګې ته معرفي شوو.

د نن ورځې په مجلس کې ۲۱۳ استازو حضور درلود،ښاغلی ستانکزی وتوانېد چې د ۱۰۷ رایو له ډلې څخه چې هغه ورته اړتیا درلود ده یوازې ۸۴ د تایید رایې ترلاسه کړې.

دا په داسې حال کې ده چې د دفاع ملي نوماند وزیر په ولسي جرګه کې د خپلو د خپرونو د معرفي په لړ کې ویلي وو چې د قانون جوړونکود اعتماد د رایو په ترلاسه کولو سره،هغه به د هېواد د امنیتي ځواکونو د روزنې بهیر ته به ځانګړې پاملرنه وکړي.

د دفاع نوماند وزیر معصوم ستانکزي په دې اړه وویل: "جګړه په افغانانو تپل شوې ده ټولې سیاسي څېرې او جهادي مشران باید له یووالي او یو مټوالي سره له ترهکرۍ سره مبارزه وکړي".

په ورته وخت کې،د ولسي جرګې رییس له ولسمشر څخه وغوښتل چې د هېواد اوسنیو شرایطو ته په پام سره ژر تر ژره د ملي دفاع بل نوماند وزیر ولسي جرګې ته د اعتماد رایې د اخستو لپاره معرفي کړي.

ټاکل شوې ده درې نور نوماند رییسان چې د دولتي ادارو کلیدي پُستو د څوکیو د ترلاسه کولو لپاره وړاندیز شوي وو د څو راتلونکو ورځ په ترڅ کې به د خپلو کاري خپرونو د روښانتیا او د اعتماد رایو د اخیستو لپاره ولسي جرګې ته حاضر شي.

د مرکزي بانک د څوکۍ لپاره خلیل صدیقي، د هېواد په محکمه کې د غړيتوب لپاره انېسه رسولي او سید یوسف حلیم د هېواد د هغو پېژندل شویو له ډلې څخه دي چې د لوړو پُستونو د ترلاسه کولو لپاره معرفي شوي دي.

د ملي دفاع نوماند وزیر معصوم ستانکزي د ولسي جرګې له خوا د ۱۰۴ رد رایو په اخیستو سره ونه توانېد د د

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه