د ملګرو ملتونو سازمان د پنجشنبې په ورځ د یوې خبرپاڼې له خپرولو سره وایي، چې په کابل کې د دوی یوه ښځینه کارکوونکې خوشې شوې ده.
د یوناما لخوا په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، د ملګرو ملتونو یوه افغانه ښځینه کارکوونکې چې پنځه میاشتې وړاندې له خپلو دوو ماشومانو سره تښتول شوې وه اوس خوشې شوې ده.
د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د سر منشي د ځانګړي استازي مرستیال انګریډ هایډن وایي، د دغه سازمان یو بل تښتول شوی افغان کارکوونکی له تښتول کېدو وروسته وژل شوی دی.
ښاغلي هایډن زیاته کړه:«موږ د خپل یوه کارکوونکي تښتول او وژل کېدل داسې ښکاري
ې قصدي وي غندو.»
د یوناما په خبرپاڼه کې د یادې ښځینه کارکوونکي د خوشې کېدو د څرنګوالي په اړه څه نه دي ویل شوي.