د درنو جرایمو سره او اداري فساد سره د مبارزې عدلي او قضايي مرکز محکمې د میدان وردګو پخوانی امنیه قومندان، خلیل اندرابي او د قومندانۍ اداري مرستیال، حسین د محکمې دوهمه ناسته(یکشنبې د چنګاښ۳۱مه) ترسره کړه.
د درنو جرایمو سره او اداري فساد سره د مبارزې عدلي او قضايي مرکز استیناف محکمې دواړه تورنو ته برائت ورکړ.
د میدان وردګو ولایت د امنیه قومندانۍ دا دوه چارواکي په لومړنۍ محکمه کې له واکه د ناوړه ګټې اخیستو او د ۲۴ افغانیو حیف میل کېدو په تور په ۳ کاله بند محکوم شوي وو.
خلیل اندرابی وايي چې د هغه پر وړاندې تورونه چلوټي وه او یو شمېر کسانو غوښتل چې له بهرنیانو امتیاز ترلاسه کړي.
له درنو جرایمو او اداري فساد سره د مبارزې عدلي او قضايي مرکز کابو دوه کاله مخکې خپل کار پیل کړ، خو تل هېوادوال د اداري فساد او لویو جرایمو نه څېړو له دوسیو پوښتي.
دا په داسې حال کې ده چې تېره ورځ، د مخابراتو او مالوماتي ټیکنالوژۍ پخوانی وزیر هم خپله دوهمه قضايي جلسه تېره کړه.
د نوموړي محکمه چې د وزیرانو ځانګړې محکمې کې ترسره کېده، د دوهم ځل لپاره بېپایلې پایته ورسېده.