د رایه ورکوونکو د نوملیکنې د بهیر له پیله ۷ ورځې وروسته د ټاکنو خپلواک کمېسیون وايي چې په دغه بهیر کې د خلکو د ګډون کچه لاهم ټیټه ده.
د ټاکنو د خپلواک کمېسیون د کمېنشرۍ ملیحې حسن په وینا په دې اوه ورځو کې، د هېواد په ګوټ ګوټ کې ۱۸۹ زره او ۶۱ تنو نوملیکنه کړې ده.
اغلې حسن زیاتوي:«له بده مرغه د رایه ورکونې په مرکزونو کې د نوملیکنې لپاره د خلکو حضور د قناعت وړ نه دی.»
دغه راز، د احمد شاه مسعود د بنسټ مشر او د احمد شاه مسعود زوی له خلکو غواړي راتلونکو ټاکنو کې د رایې ورکولو په موخه نوملیکنه وکړي.
د احمد شاه مسعود د بنسټ مشر احمد ولي مسعود څرګنده کړه:«کهچېرې موږ ډګر پرېږدو، په ډاډه هغه درغلګر، هماغه جعل کاران او هماغه کسان چې په واقعیت کې د خلکو رایه او د خلکو د برخلیک د تعیین حق پټ کړی، بیاځلې د دې کار موقع پیدا کوي.»
له دې سره جوخت، په بدخشان ولایت کې سیاسي ګوندونو هم خلکو ته د دغه بهیر د عامه پوهاوي په منظور، د همغږۍ یوه ډله رامنځته کړې ده او د دغه ولایت اوسېدونکو په دې موخه کمپاین په لاره اچولی دی.
خو هېوادوال، امنیتي ګواښونه، د ولسي جرګې د غړو د ژمنو ماتول د رایه ورکوونکو د نوملیکنې په مرکزونو کې د خپل د نه حضور لامل بولي.
بلخوا د هوایي ځواک مرستیال عبدالوهاب وردک د کابل ښار په یوه مرکز کې د نوملیکنې پر مهال خلکوته ډاډ ورکوي چې د ټاکنو امنیت به خوندي کړي.
د هوايي ځواک قوماندان عبدالوهاب وردګ په ډاګه کړه:«په ټول افغانستان کې امنیت د ګمارل شوي کمېسیون له خوا په بشپړه توګه نیول شوی دی.»
د ټاکنو خپلواک کمېسیون د مهالوېش پر بنسټ د نوملیکنې لومړۍ پړاو به د غوايي تر ۲۳ مې پورې د ولایتونو په مرکزونو او د غوايي له ۲۵مې د غبرګولي تر ۷مې نېټې پورې په ولسوالیو او د غبرګولي له ۹مې نیولې بیا د همدې میاشتې تر ۲۲ مې نېټې پورې په کلیو کې به د نوملیکنې بهیر دوام ولري.